کابل کې د استخباراتو په روزنیز مرکز برید

افغانستان

کابل کې د استخباراتو په روزنیز مرکز برید

582

د کابل ښار په لویدیځ کې د پنځمې حوزې اړوند د قلعه وزیر سیمه کې د استخباراتو پر روزنیز مرکز چې د قمبر څلور لارې ته نږدې پروت دی نن سهار د وسله والو له خوا پرې برید شوی دی.
کابل د امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي د برید پخلی کړی او ویلي یې دي چې د وسله والو او امنتي ځواکونو تر منځ نښته روانه ده، یو بل چارواکي چې نه یې غوښتل نوم وښیي د برید تایید کړی.
چارواکي وایي، یو شمېر وسله وال له نږدیو ودانیو د استخباراتو د روزنیز مرکز پر ودانۍ ډزې کوي.
ستانکزي بي بي سي ته ویلي، چې وسله والو نږدې لس نیمې بجې د وزیر کلا سیمه کې یوې ودانۍ ته ننوتي، خو د امنیتی ځواکونو له خوا شاوخوا سیمه کلابنده شوې ده.
نوموړي زیاته کړې، برید کوونکي په راکټونو او نور ډول ډول وسلو ډزې کوي خو د برید کوونکو شمېر او څومره وسله په لاس کې لري څرګنده نه ده.
رویټرز د راپور له مخې ډزې په تکراري ډول روانې دي او د یوې لوې چاودنې غږ هم اوریدل شوی.
د کورنیو چارو ویاند نصرت رحیمي هم د پیښې تایید کړی او ویلي یې دي، چې پولیس او نور ځانګړي ځواکونه سیمې ته رسېدلي دي.
په برید کې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته او دې برید مسوولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.
د یادونې وړ ده چې د کابل لویدیځ څو ځله د دا ډول پېښو ښکار شوی چې تېره ورځ د کابل په لویدیځ کې په یوه خصوصي ښوونځي ځانمرګی برید شوی و چې له امله ډیرو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، خو تر اوسه د هغه برید مسوولیت هم چا نه دی منلی، همدارنګه طالبانو د چارشنبې ورځي برید کې ښکیلتیا په چټکۍ سره رد کړه.



اعلان