د نارینه و په پرتله د ډيرو ښځو نیم سر درد کوي

روغتیا

د نارینه و په پرتله د ډيرو ښځو نیم سر درد کوي

336

د نارینه و په پرتله په ښځو کې د نیم سر درد یا مایګرین ډیر وي، خو پوهانو یې لامل موندلی، ځکه له ډیر وخت راهیسې ساینسپوهانو په دې اړه فکر کاوه چې ولې د نارینه و په پرتله په ښځو کې د نیم سر درد درې چنده ډیر وي.
په هسپانیه کې د یوې روغتیایي څېړنې پایلې د دې ناروغۍ لامل او درملنه ښودلې ده، پوهانو له ډیر کوښښ وروسته روښانه کړې چې په ښځو کې د دې ناروغۍ لامل ځينې هارمونونو دي.
همدارنګه Miguel Hernández په پوهنتون کې د ایسټروجن په ګډون ځينې نور هارمونونو د نیم سر درد لامل کیږی، د ازموینې په موخه یې لابراتوار کې له معاینې وروسته وښوده چې هارمونونه هغه حجرې تر خپل اثر لاندې راولي چې د سر او د غړو چارچاپیره وي او له امله یې د مایګرین درد پیدا کوي، د څېړونکو په وینا ښځو کې د ایسټروجن ډیروالی د درد لامل کیږی.
ځينې هارمونونه لکه پرولیکټن د نیم سر درد ډیروي، خو په نارینه و کې یو ډول هارمون ټسټوسیټرون د دې درد څخه ساتنه کوي.
څېړونکو ویلي، مایګرین د ځانګړو هارمونونو د کړنې په اړه باید نورې څېړنې ترسره شي، خو تر اوسه روښانه شوې چې ایسټروجن د نیم سر درد اصلي لامل دی.



اعلان