د روغتیا وزارت: دشت برچي سیمه کې پر ښوونځي برید ۴۸ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي

افغانستان

د روغتیا وزارت: دشت برچي سیمه کې پر ښوونځي برید ۴۸ کسان وژلي او لسګونه نور ټپیان دي

280

افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، چې د چارشنبې په ورځ د کابل ښار لویدیځ د دشت برچي سیمه کې پر یوه ښوونځي ځانمرګي برید کې ۴۸ کسان وژل شوي او ۶۷ نور یې ټپیان دي.
پولیسو ویلي، برید د شیعه ګانو پر مهدي موعود خصوصي ښوونځي ترسره شوی، ځانمرګی بریدګر ښوونځي ته له ننوتلو وروسته چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه چې له امله یې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
تر اوسه کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی، له دې وړاندې هم د کابل په لویدیځ کې دوه وارې پر ښوونيزو مرکزونو بریدونه ترسره شوي وو چې د داعش وسله والې ډلې یې مسوولیت منلی و.
بله خوا طالبانو هم پر ښوونځي د برید کول رد کړي دي.



اعلان