"د فراه بالابلوک ولسوالۍ کې بهرنیو ځواکونو دېرش ملکي وګړي وژلي"

افغانستان

416

رپوټونه وایي، د فراه ولایت بالا بلوک ولسوالۍ کې د بهرنیو ځواکونو د هوایي بریدونو له امله دېرش ملکي وګړي وژل شوي دي.
شمشاد د ځایي سرچینو په حواله لیکلي چې دغو بریدونو کې دولس طالبان هم وژل شوي دي. ویل کېږي چې بریدونه بي دوه پنځوس الوتکې بېګا شپه نهه بجې کړي دي، خو د دغو رپوټونو په اړه د فراه چارواکو څه نه دي ویلي.
بل خوا، له غزني ولایته رپوټونه وایي چې هوایي بریدونو کې د یوې کورنۍ اتلس غړي وژل شوي چې وژل شویو کې د فوټبال یو روزونکی هم شامل دی.
تر اوسه مالومه نه ده چې هوایي بریدونه افغان که بهرنیو ځواکونو کړي.
په غزني د طالبانو د پنځه ورځینی جګړې د پای ته رسولو له پاره د افغان ځواکونو تر څنګ بهرنیو ځواکونو هم ګډون کړی و. ناټو غزني ته د خپلو ځواکونو تلل تایید کړي دي.



اعلان