سرچینې: طالبان به نن د لوی اختر د اور بند په اړه غونډه وکړي

افغانستان

سرچینې: طالبان به نن د لوی اختر د اور بند په اړه غونډه وکړي

819

طالب چارواکي وایي، مشران به یې نن (چهار شنبه) د راتلونکي اور بند په اړه خبرې وکړي، خو زیاتوي چې وروستۍ پرېکړه به یې مشر هبت الله اخندزاده کوي.
رویټرز د یوه طالب چارواکي له خولې لیکلي چې ملګري مو په لوی اختر کې د څلور ورځیني اور بند د کولو مشوره راکوي، څو دوه میاشتې وړاندې په څېر، افغانان دا اختر هم په ارامۍ سره ولمانځي.
د طالبانو د شورا یوه غړي بیا ویلي، مشر مو ،هبت الله اخندزاده، به اور بند کې خپل رول ولوبوي، یا به اور بند اعلان کړي او یا به له جنګیالیو د جګړې د کولو غوښتنه وکړي.
یوه بل طالب چارواکي بیا ویلي، غوښته د یوې اوونۍ ده، خو کېدای شي چې رهبري د څلورو ورځو اور بند اعلان کړي.
طالبانو ویلي چې د نړۍ ډېرو برخو کې ملګري لرو او د اور بند غوښتنه یې کړې ده.
وړاندې ویل شوي وو چې امریکا له طالبانو د اور بند د کولو غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه قطر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو له طالبانو کړې.
پرون رپوټونو کې وویل شول چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو له سعودي ولیعهد بن سلمان سره د اور بند په اړه خبرې کړي دي.
ویل کېږي افغان حکومت هم د اور بند پلان لري.
کوچني اختر کې درې ورځیني اور بند ته خلکو ښه راغلاست ووایه چې اختر ننګرهار ولایت کې د داعش له بریدونو پرته په ټول هېواد کې سوله ییز تېر شو.



اعلان