هر څوک غواړي چې پوستکی یې بې داغه، تازه او ځلیدونکی وي

روغتیا

هر څوک غواړي چې پوستکی یې بې داغه، تازه او ځلیدونکی وي

745

که څوک خپل پوستکی تازه او ځلیدونکی غواړي نو باید له بې وخته خوړو ډډه وکړئ.
امریکا د ټيکساس پوهنتون کې یوه روغتیایي څېړنه ترسره شوې چې د سیل روغتیایي ژورنال کې خپره شوې، د څېړنې په ترڅ کې ښودل شوي چې د شپې ناوخته او بې وخته خوراک پوستکی د لمر د وړانګو پر وړاندې د الټرا وایلټ دفاعي مواد کمزوري کوي، دا ډول خلک د لمر پر وړانګو زر سوځيږي او پوستکی له وخت مخکې زوړ او پوستکي یې د سرطان له ګواښ سره مخ کیږي.
څېړونکو ویلي، پایلې موږ حیران کړو ځکه موږ باور نه درلود چې پوستکی د هغو شیانو له امله د ګواښ سره مخ کیږي څه چې موږ خورو.
د څېړونکو له خوا پر موږکانو ازموینه ترسره شوه چې په مختلفو وختونو کې به یې خواړه ورکول، خو د شپې ناوخته خوراک یې د لمر د وړانګو پر وړاندې د پوستکي مقاومت کمزوری کړ.
پوهانو ویلي، د شپې ناوخته خوراک یو ډول انزایمي له منځه وړي چې د لمر د وړانګو پر وړاندې د پوستکي د ساتنې چارې پر مخ وړي، په خپل وخت سره خوراک کول پوستکی له داغونو ساتي او ښکلا ورکوي.
خو که څوک بې وخته خوراک کوي پر پوستکي یې بد اغیز کوي او له وخت وړاندې یې پوستکی زوړ ښکاري.



اعلان