سیاسي ګوندونه: که حکومت مو غوښتنې و نه مني، د ټاکنو مخه نیسو

افغانستان

سیاسي ګوندونه: که حکومت مو غوښتنې و نه مني، د ټاکنو مخه نیسو

402

څو ورځې وړاندې کابل کې د افغانستان لوی ملي ایتلاف او یو شمېر سیاسي ګوندونو په یوه غونډه کې د ملي یووالي حکومت نه څو غوښتنې وکړې.
هغو کې یوه ټاکنیز سیستم کې بدلون او بله د رایه اچوونکو بایو میټریک کول وو. دوی د خپلو غوښتنو د اعلان په تړاو حکومت او ټاکنو کمېسیون ته دوه اوونۍ وخت ورکړ.
اوس تازه دوی ګواښ کړی، که حکومت یې غوښتنو ته پام و نه کړي، نو په وینا یې، د فاسدو ټاکنو مخه به ونیسي.
د حراست و ثبات په نوم د ډلې ویاند مسعود ترشتوال اریانا نیوز ته ویلي، که حکومت او د ټاکنو کمېسیون د رڼو ټاکنو له پاره په ټاکل شوي مهال کې توجه و نه کړي، نو سیاسي ګوندونه او لوی ملي ایتلاف به د فاسدو ټاکنو مخه ونیسي.
ترشتوال د جعلي تذکرو په وېشلو اندېښنه څرګنده کړه.
د یادونې وړ ده، د افغانستان ملي ایتلاف چې څو ورځې وړاندې یې کابل کې خپل شتون اعلان کړ، د جمعیت اسلامي، جنبش اسلامي، حزب وحدت، ملي محور ګوندونو او د یو شمېر ولسي استازو څخه جوړ شوی دی.
پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له دغه ایتلاف څخه ملاتړ اعلان کړی دی.
وړاندې حکومت د ټاکنو د روڼوالي په اړه ډاډ ورکړی و، خو د بایو میټریک په اړه یې د وخت کموالي ته اشاره کړې وه. خو اوس یې د دغو ډلو د تازه غوښتنو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
تمه ده چې د ولسي او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې ټاکنې به د میزان (تلې) په ۲۸ مه تر سره شي.



اعلان