د سیکانو دین، تاریخ او عقیده

د پرون کيسه

د سیکانو دین، تاریخ او عقیده

368

سیک مذهب د پنجاب په سیمه کې چې اوس د هند او پاکستان هېوادونو تر منځ ویشل شوې را منځ ته شوی، د دې سیمې یوې غاړې ته د هندو او بلې غاړې ته د اسلام د دین پیروانو ژوند کولو.
سیک دین د ګرو نانک له خوا په ۱۶مه میلادي پیړۍ کې را منځ ته شوی، تعلیمات او لارښوونې یې د اسلام او هندو دینونو سره توپیر لري.
د نانک څخه وروسته د هغه نهه پیرویانو دا دین وروستیو نسلونو تر منځ خپور کړ، ګرو د هندې ژبې کلمه ده چې د ښوونکي په مانا او سیک هم د هندي ژبې څخه ده چې د پیرو او تابعدار مانا لري.
د دې دین پیرویانو تر منځ د لونګۍ تړل ځانګړی اهمیت لري، ځکه د سیک په مذهب کې د ویښتانو پرې کول روا نه دي، د ویښتانو پریښودلو ډیر لاملونه ښيي، دوی وایي، د ویښتو ساتل یوه روحاني کړنه او سادګي ده، د پاکۍ او پیاوړتیا نښه ده، دا د خدای د مخلوق او ټولنې د غړیتوب منلو ته هم اشاره کوي، سیکان ګرو او یا بل چاته سر نه ټيټوي له دې امله یې نایي ته د ویښتانو د پرې کولو له پاره هم نه ښکته کوي.
د سیکانو پنځم ګرو ارجن د دوی تر منځ پیاوړی او بنیادګر پېژندل شوی، ځکه چې هغه د دین لارښوونې او تعلیمات پوره او یو کتاب چې اډي ګرانت نومیږي جمع کړ، چې د دې دین لومړنی کتاب بلل کیږي، همدارنګه د دین د پیرویانو له پاره یې د ارمیتسار ښار پلازمېنه جوړه او تاسیس کړه.
سیک دین ۱۷مې پیړۍ له پیل نه وړاندې له ګواښونو او جنګونو سره مخ شو او په ۱۶۰۶ کال کې د ګرو ارجن په اعدام سره پای ته ورسېد.
د شپږم ګرو هارګوبند د دې ګواښونو له منځه وړلو له پاره په پوځي چارو لاس پورې او پوځي ځواک یې جوړ کړ، خو سیکان د نورو په پرتله سوله خوښي وو، د مغولو پاچا اورنګزیب د دوی پر وړاندې زور وکاروه او د دوی نهم ګرو ټګ بهادر یې په ۱۶۷۵ کال کې اعدام کړ.
د سیکانو لسم ګرو ګوبند سنګ چې د دوی وروستی ګرو دی او له هغه وروسته د خپلو مقدسو کتابونو او لارښونو پیروي کوي، نوموړي د دې دین له پیروانو یو پیاوړی پوځي ځواک د نارینه او ښځو څخه په ۱۶۹۹ کال کې جوړ کړ تر څو د پیروانو او له دین ساتنه وکړي.
د سیکانو عقیده:
سیکان عقیده لري چې الله یو دی، هېڅ شکل او جنس نه لري او هر څوک کولی شي چې پرته له کومې الې په مستقیم ډول ورسره اړیکه ولري، ځکه هغه په هر چا کې دی او د هغه پر وړاندې ټول برابر دی، په خپل منځ کې ښه ژوند د امانت، رحم او د مینې دی.
د دې دین پیروان باید درې شیانو ته ژمن وي:
- نام جبنا: خدای همیشه په ذهن کې دی.
- کیرت کارنا: همیشه د امانت او ایماندارۍ عزم کول.
- واد شاکنا: خپل خواړه له نور سره شریکول.
له پنځو د ځان ساتنې امر کوي:
شهوت، تمه، د نړۍ سره اړیکه، غرور او کینه.
د سیکانو تر منځ پنځه رواجونه هم شتون لري چې د کاف په توري پیل کیږی او دوی یې پنځه کافونه بولي:
- کیش: هېڅکله ویښتان نه پرې کول.
- کنګا یا کناها: سترګې له ویښتانو د ساتنې له پاره ویښتان په یوه ټوټه تړل.
- کارا: پر مړوند د یوې پولادي کړۍ په لاس کول.
- کیشارا یا کاشا: پراخ پرتوګ چې د زنګونو سره تنګ شوی وي اغوستل.
- کیریان: چاړه یا برچه د ځان ساتنې له پاره د ځان سره ساتل، تر څو له ظالم ځان وساتي.
د سیکانو لارښوونې: 
- رهبانیت نه منل.
- ډیرو ښځو سره واده نه کول.
- له قوم پرستي نه ډډه کول.
- د غوا غوښه حرامه ګڼل.
د سیکانو اخترونه:
- د ګرو نانګ د پیدایښت ورځ.
- د سیکانو د کال لومړۍ ورځ چې د اپریل میاشتې د ۱۵مې نېټې سره سمون لري.



اعلان