ایا د ذهني ستونزو له امله ویښتان وغوځیږي؟ درملنه یې څه ده؟

روغتیا

ایا د ذهني ستونزو له امله ویښتان وغوځیږي؟ درملنه یې څه ده؟

447

ژوند د ورځنیو ستونزو سره ډیری خلک لاس او ګریوان دي، څوک د کور، ناروغۍ او داسې نورو له امله په ذهني ستونزو کې ګیر دي، خو ایا دا ستونزې د ویښتانو د غورځیدو لامل کیږي؟
ډیری وخت ستونزې خپل اثر په بدن ښکاروي چې انسان د ډول ډول ناروغیو سره مخ کوي، ځینې وختونه د انسان نوکان کمزوري کیږي او یا یې ویښتان غورځيږي، دا ټول د ذهني ستونزو له امله را منځته کیږي.
د روغتیا پوهانو له نظره داسې حالت کې د ویښتانو غورځیدو ته Telogen effluvium ویل کیږي، د ذهني ستونزو له امله د ویښتانو بیخونه وچ او په پایله کې د غورځیدو لامل شي، پوهان زیاتوي، د ویښتانو بیخونه هم د ژوند په څېر وي، وده، بدلون، ارام او په پایله کې غورځيدل، د ذهني ستونزو له امله ویښتان غورځیږي.
له سر ویښتان په پوره ډول تر هغې نه غورځيږي چې د سر په دننه کې ګرم والی نه وي او د اټو امیون ناروغي هغه وخت په وده کولو پیل کوي چې یو انسان د ډیرو ذهني ستونزو سره مخ شي، ستونزو سره د مخ کیدو سمدستي ویښتان نه غورځيږي بلکه د دې اثر درې میاشتې وروسته ښکاري، ځکه چې د ویښتانو وده کول بند شي.
د ویښتانو په اړه فکر کول هم یوه ستونزه ده، په عام ډول له هر انسان څخه د ورځې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ پورې ویښتان غورځيږي باید په اړه یې فکر ونه کړل شي، خو که چېرته دا شمېر ډير شي باید په اړه یې فکر وکړل شي او ډاکټر ته مراجعه وشي.
ویښتانو غورځيدو څخه د خلاصون اسانه لار:
په ورځني ژوند کې بدلون راوستل هم ویښتانو بندولو کې سره مرسته کوي، په سم وخت کې خوب کول، د خوښې کارونو کې ځان مصروفول چې له امله یې ذهن ارام شي.
ویټامین او منرال لرونکي مناسب خواړه خوړل، د بدن فزیکي تمرین هم د ذهني ستونزو په لرې کولو کې مرسته کوي.



اعلان