د مرګ په بستر پروت یو جرمنی اسلام قبلوي - ویډیو

اسلام

د مرګ په بستر پروت یو جرمنی اسلام قبلوي - ویډیو

2095

ټولنیزو شبکو د یوه جرمني کس د اسلام قبلولو ویډیو زرګونو کسانو شریکه کړې ده.
دغه کوچني ویډیویي کلپ کې لیدل کېږي چې د ناروغ د ژوند وروستۍ شېبې دي او دغسې وضعیت کې د اسلام د منلو پرېکړه کوي. دغه پنځه اویا کلن سړي ته یو بل تن د شهادت کلمه وایي او هغه یې ورسره تکراروي.
ویډیو کې لیدل کېږي چې د شهادت له کلمې ویلو وروسته ناروغ ته په غوږ کې اذان هم کېږي.
دغه له احساساتو ډکه ویډیو د خلیج ټایمز د رپوټ په وروستۍ برخه کې د لاندې تړوني (لېنک) په کېکاږلو کتلی شئ.

https://m.khaleejtimes.com/international/europe/dying-/german-man-accepts-islam-in-emotional-video



اعلان