هغه خواړه چې د قبض ستونزه ډیروي

روغتیا

هغه خواړه چې د قبض ستونزه ډیروي

377

د قبض ناروغي ډيره عامه شوې او ډیری کسان په ژوند کې د دې ناروغۍ له امله د ستونزو سره مخ وي، د قبض ستونزه د شکر د ناروغۍ نښه هم بلل کیږي.
د یوې څېړنې له مخې د شکر له ناروغۍ پرته د سرطان له امله هم د قبض ناروغي پیدا کیږي، خو که د قبض ستونزه په دوامداره توګه وې باید عادې ونه ګڼل شي او له ډاکټر سره مشوره وشي، خو که چېرته د قبض ستونزه پیدا شي باید د خوړو په اړه فکر وکړل شي، ځکه په کور کې یې هم درملنه شونې ده.
هغه خواړه چې د قبض ناروغۍ ته وده ورکوی:
شیدې او ورڅخه جوړ خواړه: شیدې او ورڅخه جوړ خواړه لکه پنیر او داسې نور قبض ډیروي، څښاک او د خوراک کچه یې باید د قبض په حالت کې کمه شي، د دې پر ځای باید مستې وخوړل شي ځکه په مستو کې شته باکتریاوې د هضم له پاره اړینې وي.
تروش او ترخه خواړه: دا ډول خواړه د قبض ستونزه ډیروي، ځکه په دې خوړو کې د فایبر نه شتون هضم کمزوری کوي.
په غوړو کې سره شوي خواړه: په عام ډول سره شوي خواړه خوندور وي خو د قبض لامل کیږي، په دې خوړو کې غوړ ډیر وي چې د هضم له پاره ستونزمن وي او کله چې د هضم نظام کمزوری شي په کولمو کې خواړه په چټکۍ سره حرکت نه کوي، ډیرې اوبه خارجوي او د قبض ستونزه را منځ ته کوي.
هګۍ: په هګیو کې پروټين په ډيره کچه شتون لري خو فایبر چې د قبض له پاره اړین دي لږ وي، باید هغه خواړه غوره شي چې فایبر ولري.
سره غوښه: په دې کې هم پروټين ډير او فایبر لږ وي، او د غوړو له امله هضم کمزوری کوي، خو د غوښې سره باید فایبر لرونکې سبزي هم وخوړل شي.
کیک، کلچې، بسکټ او نور: دا خواږه خواړه همیشه د قبض ستونزه پیدا کوی، ځکه په دوی کې ریفاین چیی او غوړ په ډیره کچه شتون لري چې د هضم نظام خرابوي، خو د هضم له پاره اړین فایبر نه لري.
سپینه ډوډۍ: د سپینې ډوډۍ ډیر خوړل د قبض د ناروغۍ لامل کیږي، ځکه فایبر نه لري، د دې په پرتله خړه ډوډۍ د هضم له پاره ډیره اړینه ده.
ګازي څښونکي، کافي او شیرچای: د ګازي څښونکي، شیرچای یا کافي ډیر څښل هم د قبض ستونزه پیدا کوي، ځکه دا بدن کې اوبه کموي او د قبض لامل کیږي، د قبض له منځه وړلو له پاره باید دا ونه کارول شي.
سپینې وریژې: سپینې وریژې لومړی توږل کیږي او ډیر مواد ورڅخه لرې شوي وي، له دې امله فایبر په کې لږ وي، دا لامل دی چې د قبض ستونزه پیدا کوي.
چاکلیټ: ډیر خوندور وي خو د هضم نظام کمزوری کوي، د معدې ډیری ناروغانو له پاره چاکلیټ ناسم خواړه بلل شوي دي.
بوره: یواځې د شکر او چاغوالي لامل نه ګرځي بلکه په دې کې شته کالوري د کولمو پر روغتیا هم اغیز کوي، کولمو ته له ډول ډول ناروغیو سربېره د قبض ستونزه هم پیدا کوي.



اعلان