د جلال اباد ناامني؛ افراطیت که د حکومت ناکامي؟

نظر او تحليل

د جلال اباد ناامني؛ افراطیت که د حکومت ناکامي؟

285

زاهدخلیلي
جلال اباد د هېواد د مهمو او لویو ښارونو له ډلې دی. د مرکز او ټول ولایت وضعیت په ګاونډيو او لرې پرتو ولایتونو اغېز لري.
په وروستیو کې پر سکانو، مستوفیت، پوهنې ریاست او مدیریت او روغتونونو بریدونه شوي. یو شمېر هدفي وژنې هم شوې. دولتي او خصوصي ښوونیزو ادارو ته د بریدونو ګواښونه شوي چې د ګواښونو له امله ډېر شمېر محصلین کورونو ته تللي.
هر کله چې د ناامنۍ څپې زور اخیستی، نو ډېر شمېر کسان، چې زیاتره يې حکومتي لوړې دندې لري او یا هغه کسان چې له هېواده بهر اوسېږي، پړه يې پر افراطیت او مدرسو ور اچوي.
د پولیسو تالاشي
نږدې اته کاله کېږي چې دغه ښار کې ژوند کوم. جلال اباد د کابل، بلخ او هرات په پرتله د مساحت او وګړو له مخې کوچنی ښار دی. ټول ښار د مخابراتو او تالاشۍ د څلور لارو شاوخوا پروت دی. مهم دولتي ځایونه همدې څلور لارو ته نږدې دي او ښار ته ټولو ورغلو لارو کې پولیس د تالاشۍ په موخه ولاړ دي، خو که د دوی تالاشي مو ولیده، حېران به شی.
دلته د پولیسو په اړه مشهوره ده چې پر سړک تېرېدونکي موټر شماري. که د پولیسو له هرې تالاشۍ تېرېږی، نو و به ګوری چې پولیس یا چای څښي، یا د ونې لاندې ناست سيګرټ څکوي او یا چېرته سیوري ته ولاړ او په موبایل بوخت دي. که پولیس وګوري چې موټر چلوونکی بلدي دی، نو پرته له دې چې وګوري موټر کې يې نور څه دي، د تلو اجازه ورکوي. پولیسو کې استثنی شته، خو ډېره کمه. ډېر کم پولیس به داسې پيدا شي چې له قانون سره سم دې تالاشي وکړي.
څو ورځې وړاندې چې لا د ښار امنیت اردو ته نه و سپارل شوی، له ملګرو سره د بهسودو له پله په رېکشا کې راتېرېدم. ګورو چې پولیس د تالاشۍ پر مهال د یوه لوکس موټر چلوونکي ته خاندي، سرسري يې ګوري، بیا يې ډيګۍ ور ټکوي یانې د تلو اشاره ور ته کوي. ما له ځانه سره وویل، د نړۍ کوم ځای کې به پولیسو ته اجازه وي چې د تالاشۍ پر مهال دې وخاندي او په دغسې یوه ښار کې، چې فساد همدې لوکسو او د تورو ښيښو موټرو والا جوړ کړی، یوازې سرسري دې تالاشي کړي او د تلو اجازه دې ورکړي؟. دا هماغه پل دی چې څو ورځې وړاندې په کې د اردو یوه سرتېري ځانمرګي ته غاړه ورکړه او د خونړۍ پېښې مخه يې ونیوله.
لسګونه ځله لیدل شوي چې پولیس له امنیتي پېښې وړاندې لکه ویده داسې وي، خو چې کومه ناوړه پېښه وشي، نو راويښ شي، بیا نو د تالاشۍ پر مهال ملامت او سلامت نه ګوري. دا هغه واقعیتونه دي چې ښايي په ډېرو به ښه نه وي لګېدلي، خو د جلال اباد ښاریان يې شاهدان دي.
ځايي مشران
د ننګرهار د ناامنۍ بل او تر ټولو لوی لامل د دغه ولایت یو شمېر سیاسي مشران او زورواکي ګڼل کېږي. له شک پرته د ځايي حکومتي چارواکو په چارو کې همدوی لاسوهنه کوي او که کوم وړ کس د دوی د یوه وفادار بې کفایته شخص پر ځای ګومارل کېږي، نو خنډونه ور ته جوړوي او مخه يې نیسي.
همدوی او لاس لاندې کسان يې دي چې امنیتي مشران او ځايي چارواکي ګواښي او که کوم وسله وال يې د قانون ضد کړنه کوي، نو قانون ته يې نه سپاري.
په یو شمېر مشرانو او زورواکو د دې تور هم دی چې وسله وال او ځانمرګي بریدګر ښار ته په خپلو موټرو کې ننباسي چې پولیس يې له تالاشۍ عاجز وي.
افراطیت
ځینې کسان جلال اباد کې د ناامنۍ تر ټولو لوی لامل افراطیت ګڼي. دوی دلته د ډېرو مدرسو شتون ته اشاره کوي او وايي چې د افراطيت د خپرولو او امنیت د خرابوالي لوی لامل دی.
جلال اباد کې د مدرسو ډېروالی واقعیت دی. ان له شمالي ولایتونو څخه کوچني ماشومان مدرسو کې د زده کړو لپاره راغلي. ما چې له دومره لرې ځایه او ان له نږدې شینوارو او پچیر اګام ولسوالیو جلال اباد ته د دوی د راتګ لامل پوښتی، هر یوه يې خپلو ولسوالیو کې د ناامنیو او جګړو د شتون خبره کړې.
د ښار نږدې ټول جوماتونه (مدرسې) د حج او اوقافو ریاست سره ثبت دي او څارنه يې هم د دوی (حکومت) په لاس کې ده. اوس پوښتنه دا ده چې د حکومت په شتون او څارنې لاندې څنګه افراطیت وده وکړي او د ځینو په اصطلاح ترهګر وروزي؟.
ننګرهار پوهنتون چې ځینې يې د حزبیانو او طالبانو پوهنتون بولي، موده وړاندې په کې تور او سپين بېرغونه پورته شول او د حکومت په مخ کې حکومت وننګول شو. د فکر وړ خبره دا ده چې د ملي امنیت، امنيې قومندانۍ، قول اردو، د پوهنتون په څو کیلومترۍ کې د لويې امریکايي اډې او نورو امنیتي او کشفي ارګانونو په شتون کې دا خلک څنګه د حکومت د ننګولو جرات پېدا کوي او تر ټولو مهمه لا دا چې د لويې لارې له بندولو وړاندې د حکومت کشفي ارګانونه ولې نه خبرېږي، څو د هغوی له اقدام وړاندې دوی اقدام وکړي؟.
اصلي خبره دا ده چې ځايي حکومتي اداره او امنیتي-کشفي ارګانونه د ولایت او ښار امنیت او کنټرول راوستو کې ناکام دي. ولې یو لس-پنځلس کلن ماشوم دې ته اړ شي چې خپلې ولسوالۍ کې د ناامنۍ او جګړې له امله خپله کورنۍ پرېږدي او له کلي لرې یو نا اشنا ځای ته د زده کړو لپاره راشي او بیا په کورونو وګرځي او سړه-توده ډوډۍ راټوله کړي؟.
که په شینوارو، کندوز، بغلان او نورو ولایتونو کې امن وای، هېڅکله به جلال اباد کې دغومره ډېرې مدرسې نه وای.
واقعیت دا دی چې دغه ډول کسان د دولتي ادارو په ناکامۍ سترګې پټوي او پړه يې په مدرسه کې په یوه کوچني اړ شوي ماشوم او په اصطلاح افراطیت ور اچوي. څو ورځې وړاندې د حج او اوقافو ریاست هم د ځايي مشرانو دا خبره رد کړه چې ګنې جوماتونه (مدرسې) د دوی له کنټروله بهر (او د افراطیت مرکزونه) دي.
موږ اورو چې ځانمرګي او وسله وال له ښاره بهر راځي یا راوړل کېږي. په دغومره کوچني ښار او د ډېرو امنیتي او کشفي ارګانونو په شتون کې د ښار د ننه په یوه مدرسه یا جومات کې د ځانمرګي بریدګر (موټر) چمتو کول بېخي شوني نه ښکاري او که چمتو کېږي، نو سیاسي مشران او زورواکي به يې په خپلو دفترونو کې کوي چې ځايي اداره يې په مخه نیولو او پورته ورکتلو کې عاجزه ښکاري.
هېڅ داسې نه دي اورېدل شوي چې حکومت دې په ښار کې د ننه په کومه مدرسه یا جومات کې د ځانمرګو بریدګرو د جوړولو مرکز فتحه کړی وي. که دیني زده کړې کول او د دیني مدرسو شتون څوک افراطیت او د ناامنۍ لامل تعبیروي، دا نو بیا جلا مسئله ده.
دا څو ورځې چې د ښار د امنیت چارې د نورو تر څنګ اردو ته سپارل شوې، د ښار وضعه ور سره بدله شوې. دا چې اردو تر ډېره د ځايي مشرانو په کنټرول کې نه ده، نو له هر چا بې پروا، سمه تالاشي کوي او ورسپارل شوې دنده په سم ډول پر مخ بيايي.
ننګرهار مهم ولایت دی. مرکزي حکومت ته په کار ده چې د ولایت د ملکي او امنیتي ادارو پياوړي کولو ته ډېره توجه وکړي.
ښار کې د ناامنۍ د مخنیوي لپاره تر هر څه اړینه ده چې ناامنه ولسوالۍ کنټرول او تر واک لاندې راوستل شي. ورسره، د عامو وګړو سربېره، په زورواکو او مافیا یو شان قانون پلی شي، ګنې د اردو له تګ وروسته به ښار بیا د اور په لمبو کې وسوځي.



اعلان