«ټرمپ د مهمو اسنادو پاڼې په خوله ژويي او تېروي»

پام وړ

«ټرمپ د مهمو اسنادو پاڼې په خوله ژويي او تېروي»

662

د امريکايي ولسمشر پخوانۍ مرستيالې اماروسا مانيګولټ-نيومان د ټرمپ پر عقلي وړتيا شک څرګند کړی او په خپل کتاب کې يې له دې پرده پورته کړې ده، چې ټرمپ مې په داسې حال کې وليد، چې د پټو اسنادو يوه رسمي پاڼه يې پر خوله وژووله او بيا يې تر ستوني تېره کړه.

د واشنګټن پوسټ له راپور سره سم د ټرمپ پخوانۍ مرستيالې په خپل کتاب «لېونی (غیر نورمال) د ټرمپ د سپينې ماڼۍ يوه ننداره» کې څرګنده کړې، چې ټرمپ پر خپلو خواهشاتو ولکه نه لري. ورځپاڼې له دې کتابه چې ښايي د روانې مياشتې په ۱۴مه خپور شي، څو بېلګې خپرې کړې دي.

د کتاب ليکوالې مانيګولټ-نيومان ويلي، چې ياده پېښه يې په ۲۰۱۷ کال کې وليده، «ټرمپ دا مهمه پاڼه په خوله ومنډله او په ژوولو يې پيل وکړ، وروسته يې ژوولې پاڼه تېره کړه، زه دې چارې هکه پکه کړم، ځکه ټرمپ له مکروبونو خورا وېره لري، له دې معلومېږي چې دا پاڼه تر کومه بريده پټه وه».

واشنګټن پوسټ دې ته اشاره کړې، چې د سپينې ماڼۍ نور چارواکي دا خبره نه مني او پرې خاندي.

د کتاب ليکواله سپينه ماڼۍ کې د اړيکو د دفتر مديره هم پاتې شوې ده، وروسته يې ټرمپ سره د مخالفتونو له امله استعفا ورکړه او ټرمپ ومنله.

د يادونې وړ ده چې د ټرمپ په اړه وړاندې نورو امریکايي چارواکو هم ورته څرګندونې کړې دي، چې په رواني او عقلي توګه د هغه ناروغي په ګوته کوي.



اعلان