طالبانو ازبکستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او پرمختیایي پروژو خبرې کړي

افغانستان

طالبانو ازبکستان کې د بهرنیو ځواکونو پر وتلو او پرمختیایي پروژو خبرې کړي

857

رپوټونه وایي، د طالبانو د قطر د سیاسي دفتر مشر، شېر محمد عباس ستانکزی، د یوه پلاوي په مشرۍ ازبکستان ته تللی و.
د اسوسییټېډ پرېس خبري اژانس د رپوټ له مخې، طالبانو په دغه څلور ورځیني سفر کې د ازبکستان د بهرنیو چارو له وزیر او د افغانستان له پاره د ازبکستان له ځانګړي استازي سره لیدلي دي.
دا غونډه وروسته له هغه کېږي چې تېره مارچ میاشت کې د ازبکستان ولسمشر شوکت میرزایف طالبانو ته وړاندیز وکړ.
طالب ویاند سهیل شاهین دغه خبري اژانس ته ویلي، د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، سولې او د ازبکستان له احتمالي مالي ملاتړه برخمنو پروژو باندې خبرې وشوې.
دغو پروژو کې د برېښنا او اور ګاډي پروژې هم شاملې دي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت وېبپاڼې هم د دغه سفر تایید کړی دی.
دا غونډه داسې مهال کېږي چې طالبانو پر افغان ځواکونو بریدونه زیات کړي. د غزني د جګړې نن درېیمه ورځ ده چې د مرګ-ژوبلې کره شمېره یې لا مالومه نه ده. دغه راز له بغلان ولایته د دېرشو امنیتي ځواکونو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی.
بل خوا، د امریکایانو او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د یوې بلې غونډې د جوړېدو شونتیا هم شته چې د رپوټونو پر بنسټ نږدې وخت کې به تر سره شي.



اعلان