اسراييلي ليکوال او څېړونکی: عربو پيلوټانو پر غزه بمبارۍ کې ونډه اخيستې

پام وړ

اسراييلي ليکوال او څېړونکی: عربو پيلوټانو پر غزه بمبارۍ کې ونډه اخيستې

748

اسراييلي ليکوال ايډي کوهين پر غزې تړانګه درې اوونۍ وړاندې د اسراييلو د بمباريو پر مهال بمبارۍ کې د عربو پيلوټانو له ګډونه پرده پورته کړې ده. نوموړي پر خپله ټويټرپاڼه د دوبۍ د پولیسو مرستيال جنرال ضاحي خلفان ننګولی دی، چې له دې خبرې انکار نه شي کولی.

کوهين په يوه ټويټ کې ليکلي: «ايا ضاحي خلفان تميم درې اوونۍ وړاندې غزه کې د «ترهګرو» د بمبار پر مهال اسراييلي ځواکونو سره د اماراتي پيلوټانو له ونډې اخيستو انکار کوي؟ هغوی هلته په اسراييلي اېف۳۵ الوتکو کې تمرين کاوه، چيلنج ورکوم چې دی له دې خبرې انکار وکړي».

د پيکنګ-سادات انسټيټيوټ دغه څېړونکي د تېرې مارچ په وروستيو کې د اسراييلي ورځپاڼې هآرتس خبر ته هم اشاره کړې، چې په وينا يې د اماراتو هوايي ځواکونو د اسراييلو له هوايي ځواکونو سره يونان کې ګډ تمرينونه کړي. په دغو تمرينونو کې امريکا، ايتاليا، انګلستان او قبرص هم شامل وو.

ورځپاڼې ويلي وو، چې دا لومړی ځل نه دی چې د اماراتو ځواکونه اسراييلو سره په ګډه پوځي تمرينونه کوي.

کوهين له هغه وروسته د خلفان پر ضد ټويټونو ته زور ورکړی، چې خلفان په يوه ټويټ کې وويل: «عرب بايد دا حقيقت درک کړي، چې اسراييل د عربي خاورې له ويجاړۍ پرته بل غم نه لري، دا يوازينۍ لار ده چې اسراييلي په واک کې پاتې شي».

کوهين يې سمدستي په ځواب کې وليکل: «ضاحي خلفانه، اسراييلو ستاسو د سر تاج دی، قسم کوم که دې بيا د يهودو او اسراييلو پر ضد څرګندونې وکړې، ستا فايل راسپړم، د هغې پټې ليدنې اسناد دې هم راسپړم چې په وروستيو کې دې اسراييلو ته له يوه وفد سره کړې وه، ما خپله غاړه خلاصه کړه.. که له دې وروسته دې بل يو ټويټ وکړ هر څه به دې په ډاګه کړم».

خلفان له دې وروسته ادعا وکړه چې د کوهین حساب جعلي دی او له قطر څخه اداره کېږي، خو کوهين په ژوندۍ بڼه را څرګند شو او له خلفانه يې وغوښتل چې چېرته او په کوم تلویزيون کې يې زړه وي، مناظرې ته ورسره چمتو دی. نوموړي په ځلونو خلفان وننګاوه.

د يادونې وړ ده چې د فلسطين د قدس ښار پر سر د عربو او امريکا تر منځ وروستۍ سودا د عربو چارواکو په اړه ګڼ شکونه را ولاړ کړل چې ځينې يې وروسته رښتيا شول، خو تر اوسه دا خبره نه وه په ډاګه شوې، چې عربي ځواکونه د کلابندې غزې په بمباريو کې له اسراييلو سره ونډه اخلي. غزه له يوولسو کلونو راهيسې د اسراييلو له لوري کلابنده او له خورا ناوړه وضعيت سره مخ ده.



اعلان