د سعودي حکومت د ملي امنيت په مرسته طالب مشران ورغواړي 

افغانستان

د سعودي حکومت د ملي امنيت په مرسته طالب مشران ورغواړي 

963

ملي امنيت او طالبانو ته نږدي سرچينو منلې چې سږکال هم د حج د مراسمو لپاره يو شمېر زړو او ټيټ رتبه طالبانو ته د حج د ادا کولو ويزې ورکول شوي دي، په کابل کې د سعودي ایرلاین د څانګې يوه کارمند رحیم الله ځلاند ته وويل چې د تېر شعبان او رمضان په مياشتو کې يې د ملي امنيت په لګښت او غوښتنه څو طالب مشرانو ته د عمرې ټکټونه ورکړي و۔

همداراز له پاکستان نه هم يو شمېر ټيټ رتبه طالب چارواکو ته د عمرې ویزي ورکول شوې وي، چې د ټيکټونو داجرا کار يې په پيښور کې يوه پخواني طالب چارواکي ته سپارل شوی و۔

همداراز دا ځل د حج لپاره په کابل، کوټه، پيښور او کراچۍ کې هم يو شمیر طالبانو ته د حج ويزې ورکول شوې دي.

ويل کيږي دا پروسه د طالبانو له  مشرتابه سره په سلا نه ده روانه، بلکې د سعودي، امريکا او افغان ملي امنيت د ادارې لخوا په ځانګړی ډول د يو شمير پخوانيو طالبانو د راجلبولو د هغه لړۍ  برخه ده، چې له تېرو څو کلونو راهيسې روانه ده.



اعلان