غاښونه له ماتیدو څنګه وژغورو؟: ځلاند ویب پاڼه

غاښونه له ماتیدو څنګه وژغورو؟

روغتیا

غاښونه له ماتیدو څنګه وژغورو؟

359

د عمر په هر پړاو کې که غواړئ چې غاښونه مو له ماتیدو وژغورل شي غنم یا هغه څه ډیر وکاروئ چې کاربوهایډریټ ولري.
نړیوالې روغتیایي ادارې د خوراکي توکو او غاښونو د اړیکو لرلو د یوې څېړنې راپور ورکړی، چې د روغتیا په مجله ژورنال اف ډینټل ریسرچ کې خپره شوې ویلي، چې سپینه ډوډۍ، بسکټ، کیک، ځلوبۍ او دا ډول خوړو کې د کاربوهایډریټ بهیر د وریو ناروغي او د خولې د سرطان ګواښ ډيروي.
نړیوالې ادارې له راپور سره سم کارول شوي کاربوهایډریټ خولې ته له تللو وروسته د امیلاس (مایع مواد) د لاړو په واسطه خپاره شي او یو سوځښت پیدا کوي چې د بدن په خوږه بدلیږي، په پایله کې کرار کرار وده کوي او چار چاپېره خپریږي.
څېړنې د بدني روغتیا له پاره د مناسبو خوړو په اړه زور راوړی، د څېړونکو ډلې ویلي، شواهد ښيي چې د خوړو شکر په پرتله خوله کې کارول شوي کاربوهایډریټ روغتیا ته ډیر زیان رسوي، د څېړونکو د مشورې له مخې چې له خوړو باید کاروهایډریټ وویستل شي، ځکه له دې پرته خواړه روغتیا له پاره هله ګټور وي چې د شکر کچه کمه شي، د غنمو ډوډۍ، مکروني او دا ډول خواړه اړین دي.
ادارې ویلي، هره ورځ کالوري کې د شکر کارول ۱۰ سلنه باید کم وی، خو که له ۵ سلنه شي نورې ګټې هم لري.