یونان له مسکو خپل سفیر وباسي: ځلاند ویب پاڼه

یونان له مسکو خپل سفیر وباسي

راپورونه

یونان له مسکو خپل سفیر وباسي

193

د یونان حکومتي رسنۍ خبر ورکړی چې د هغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت غواړي چې له مسکو خپل سفیر انډریوس فریګاناس وباسي.
د نووستي خبري اژانس د راپور له مخې د یونان د بهرنیو چارو وزیر نیکوس کوټزیس پریکړه کړې چې خپل سفیر له مسکو څخه وباسي، خو دا د نوموړي شخصي پریکړه بلل کیږي.
نوموړي وزیر ویلي، مسکو کې زموږ سفیر انډریوس به په نږدې ورځو کې بېرته خپل هېواد ته ستون شي، دا په داسې حال کې ده چې یونان غواړي مسکو ته نوی سفیر واستوي، خو تر اوسه د نوي سفیر د لېږلو نېټه معلومه نه ده.
د یادونې وړ ده چې څو میاشتې وړاندې برتانیه کې روسي جاسوس او پر لور یې د کیمیاوي ګازو کارولو تور پر مسکو پورې شو، خو مسکو په وار وار دا تورنه ردول، ډيرې هېوادونو خپل سفیران له مسکو څخه وویستل او روسیې هم په ځوابي اقدام لاس پورې او خپل ډير سفیران یې را وغوښتل.
همدارنګه د چارشنبې په ورځ امریکا د سپینې ماڼۍ ویاندې پر مسکو د بندیزونو لګول اعلان کړل، خو مسکو د امریکا له خوا د دې ټول کړنو سره بندیزونو ته ښه راغلاست ووایه، د سپینې ماڼۍ ویاندې ویلي چې پر مسکو به بندیزونه د روانې میاشتې په ۲۲ نېټه پیل شي.