افغانستان به اوس خپل توکي د چاه بهار بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته استوي

افغانستان

افغانستان به اوس خپل توکي د چاه بهار بندر له لارې نړیوالو بازارونو ته استوي

934

پرون کابل کې د افغان او هندي چارواکو تر منځ د یوې کاري ډلې غونډه جوړه شوې وه.
دغې غونډه کې د هند له لوري په ایران کې د جوړېدونکي چاه بهار بندر پر ارزښت او له دې لارې د سوداګریزو توکو پر لېږد-رالېږد خبرې وشوې.
هندي PTI رسنۍ په خپل راپور کې لیکلي چې افغانستان د هند له لوري افغانستان ته د استول شویو زرګونو ټنو غنمو د لېږد له امله مننه وکړه.
چاه بهار بندر تېر کال ډېسمبر میاشت کې پرانېستل شو. له دغه بندر څخه د ایران له لارې تر اوسه ۱۷۰ زره ټنه غنم افغانستان ته را استول شوي دي.
راپور زیاتوي، د ارتباط په اړه د هند-ایران او افغانستان تر منځ یوه هوکړه لاسلیک شوه چې له مخې به یې افغانستان اجازه ترلاسه کړي چې له چاه بهاره په کښتیو کې خپل توکي، د هندي بازارونو په ګډون، نورو بازارونو ته واستوي.
له دې سره به پر پاکستان او د دغه هېواد په کراچۍ بندر د افغانستان تکیه راکمه شي.
دغه راز دغه غونډه کې د هند-افغانستان تر منځ پر ښوونیزو، ودانیزو، روغتیایي او نورو برخو کې پر روانو پروژو هم خبرې شوي.



اعلان