په لوی اختر کې د اوربند شونتيا نه شي رد کيدای: ځلاند ویب پاڼه

په لوی اختر کې د اوربند شونتيا نه شي رد کيدای

افغانستان

په لوی اختر کې د اوربند شونتيا نه شي رد کيدای

745

 طالبانو ته نږدې سرچينې وايی څه داسې نښې نښاني ليدل کيږي چې طالب مشران د را روان لوی اختر پر مهال چې يوازې څه باندي یوه اونۍ ورته پاتې ده په مشورو بوخت دي چې اوربند وکړي او که نه۔

د طالبانو د پوځي چارو کمیسون خپلو وسلوالو ته په يوه رسمي اعلاميه او فرمان کې اعلان کړی۔ چې اینده به د وړوکي اختر د اوربند په څير ښارونو ته نه ورځي اونه به له دولتي خلکو سره انځورونه کاږي۔ د دې فرمان له څرګندونو ښکاري چې طالبانو بيا هم د اوربند امکاناتو ته اشاره کړې، د دغه فرمان يوه کاپي ځلاند هم ترلاسه کړی.