ناک وخورئ او له ډیرو وژونکو ناروغیو ځان وژغورئ

روغتیا

ناک وخورئ او له ډیرو وژونکو ناروغیو ځان وژغورئ

427

ډاکټران او حکیمان د مڼې ډیرې ګټې ښيي، خو ناک هم د روغتیا په ساتلو کې له مڼې کم نه دی، ځکه ناک کې په ډيره کچه فایبر، پوتاشیم او نور ډیر مواد شتون لري چې روغتیا له پاره اړین دی.
د ناک روغتیایي ګټې:
- بدني حجرې ساتي: په ناک کې ویټامین سي، کی او کاپر په څېر مواد شتون لري چې د بدن حجرې له ستونزو ساتي او زیان رسوونکي مواد له منځه وړي، په ځانګړي ډول د پوستکي له پاره ډیر ګټور دی.
- کلسټرول کموي: ناک کې په پراخه کچه فایبر شته چې بدن ته زیان رسوونکي کلسټرولو کچه ټیټوي او د زړه د ناروغۍ مخه نیسي، د فایبر لرونکو خوړو او په ځانګړي ډول د ناک هره ورځ خوړل د فلج ګواښ ۵۰ سلنه کموي.
- سرطان مخنیوی کوي: ناک کې شته فایبر بدن کې هغه حجرې له منځه وړي چې د سرطان لامل کیږي، یوه څېړنه کې ښودل شوي چې هره ورځ ناک خوړل ښځو کې د سینې د سرطان ګواښ ۳۴ سلنه کموي.
- له چاغوالی مو ساتي: هره ورځ ناک خوړل د چاغوالي ستونزه ۳۵ سلنه له منځه وړي، د امریکا په لوزیاني سټيټ پوهنتون کې یوه څېړنه تر سره شوې چې ناک کې فایبر او یټامین سي د وزن د کمولو له پاره ډیر اړین دي.
- قبض له منځه وړی: د ډیر فایبر له امله ناک د کولمو ساتنه کوي او قبض له منځه وړي.
- هډوکو د ستونزو مخنیوی کوي: د سالمې روغتیا له پاره ناک ګټوره مېوه ده، ساینسپوهانو ویلي، د هډوکو د ساتنې له پاره کلسیم لرونکي خواړه اړین دي، ځکه چې د هایدروجن کچه سمه ساتي، ناک کلسیم بدن کې په اسانۍ سره خپروي.
- بدني پیاوړتیا: په ناک کې شته ګلوکوز د کمزورۍ په وخت سمدستي په کار پیل کوي، دا ګلوکوز بدن کې ډیر په چټکۍ سره خپریږي او اثر کوي.
- امیندوارو ښځو له پاره ګټور دی: فولک ایسډ د امیندوارو ښځو له پاره ډیر ګټور دي ځکه ماشوم له معیوبیت څخه ساتي، ناک کې فولک ایسډ شته چې د امیندوارۍ پر مهال یې خوراک ډیر ګټور دی.
- له تبې ساتنه کوي: ناک یخه مېوه ده او د تبې له پاره ډیر ګټور دی.



اعلان