نادره پېښه؛ چین کې مسلمانانو د یوه جومات د ورانولو مخه نیولې

راپورونه

نادره پېښه؛ چین کې مسلمانانو د یوه جومات د ورانولو مخه نیولې

1144

د چین په ختیځ نینژیا ایالت کې هوي مسلمانانو د چین د ځایي حکومت له لوري د یوه جومات له ویجاړولو سره مخالفت کړی دی.
د رویټرز د راپور له مخې، چارواکو ویلي چې دغه جومات له جوړولو وړاندې اجازه نه وه اخیستې.
چارواکو د اګسټ میاشتې په درېیمه ویلي وو چې د ویژو لوی جومات به د جمعې په ورځ (نن) ویجاړوي، خو د چارواکو او د ځایي مسلمانانو د استازو تر منځ خبرې کومې هوکړې ته نه دي رسېدلي.
یوه لمونځ کوونکي ویلي، که چېرې موږ لاسلیک وکړ، نو موږ به خپله عقیده پلورلې وي. دغه کس چې نوم یې نه دی ښودل شوی، له نورو کلیوالو یې هم غوښتي چې د جومات پر بیا رغولو لاسلیک و نه کړي.
دغه جومات چې د منځني ختیځ د جوماتونو په بڼه جوړ دی، چارواکي وایي چې یوازې ترمیم یې غواړو.
د مسلمانانو دغه مظاهره ښایي چین کې په وروستیو وختونو کې تر ټولو لویه مظاهره وي. د مسلمانانو له لوري له حکومت سره دغه ډول مخالفت ښایي بې مخینې وي.
ویل کېږي چې چارواکو اوس د جومات د ویجاړولو پلان ځنډولی دی.
دا یوازې نینژیا ایالت نه دی، بلکې په ژینجیانګ ایالت کې له اویغور مسلمانانو سره هم حکومت توند چلند کوي. حکومت مسلمانانو ته ویلي چې پر جوماتونو د هېوادنۍ مینې څرګندولو په پار حکومتي بېرغ ولګوي.
د چین کمونست حکومت دغه هېواد کې له بېلتون پالو مسلمانانو ویرېږي چې له امله یې په عامو مسلمانانو ساحه راتنګه کړې ده.
څو ورځې وړاندې وویل شول چې حکومت ځوان مسلمان هلکان دیني زده کړو کولو ته نه پرېږدي.
دغه راز د حکومت له لوري د یو شمېر کلیساوو د ویجاړولو په اړه هم راپورونه ورکړل شوي.



اعلان