مسکو: د امریکا بندیزونو ته ښه راغلاست وایو

راپورونه

مسکو: د امریکا بندیزونو ته ښه راغلاست وایو

570

برتانیه کې پر روسي جاسوس او لور یې د کیمیاوي ګاز کارولو له امله د چارشنبې په ورځ سپینې ماڼې پر روسیه د بندیزونو لګول اعلان کړي دي.
د سي ان ان د راپور له مخې ملګرو ملتونو کې د روسیې د استازي لومړي مرستیال دیمتري پولیانسکي د امریکا بندیزونه مسخره بللې او پر ټویټر یې ویلي، دا بې ځایه لوبه به دوام لري، ځکه د هغوي سره نه کوم ثبوت، نه شواهد او نه کوم منطقي دلیل شته، یواځې پر شکونو دا کړنې ترسره کوي، نوموړي زیاته کړه، امریکا همیشه روسیې ته بې ځایه او بې بنیاده ګوته نیولې، خو بیا هم موږ د امریکا بندیزونو ته ښه راغلاست وایو.
د روسیې پر وړاندې بندیزونو اعلان د چارشنبې په ورځ د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیدر نویرټ کړی او زیاته کړې یې ده، چې د امریکا متحده ایالاتو پریکړه کړې چې د روسیې پر هېواد بندیزونه ولګوي، ځکه هغوی له نړیوال قانون سر غړونه کوي، بندیزونه به د روانې میاشتې په ۲۲مه نېټه پیل شي، په دې بندیزونو کې کیمیاوي او بیولوژیکي وسلې او د ۱۹۹۱ کال جګړه پای ته رسول شامل دي.



اعلان