سیاسي ګوندونو حکومت ته د دوی د غوښتنو پوره کولو له پاره دوه اوونۍ وخت ورکړ

افغانستان

سیاسي ګوندونو حکومت ته د دوی د غوښتنو پوره کولو له پاره دوه اوونۍ وخت ورکړ

1088

د هېواد یو شمېر سیاسي ګوندونه، د افغانستان د لوی ملي ایتلاف په ګډون، نن د کابل په سرینا هوټل کې راټول شوي وو او له حکومته یې یو شمېر غوښتنې وکړې.
دوی وویل چې د ملي یووالي حکومت او د ټاکنو کمېسیون دې راتلونکو ټاکنو کې د رایه اچوونکو د بایومتریک کولو اعلان وکړي.
د دوی له لوري په خپره شوې اعلامیه کې له حکومت څخه د ټاکنیز سیستم د تغییر غوښتنه هم شوې. اعلامیه کې درېیمه غوښتنه سیاسي ګوندونو او مدني بنسټونو ته د ټاکنو د ټولو پروسو د څارنې د زمینې برابرول دي.
دوی د دې له پاره حکومت ته دوه اوونۍ وخت ورکړی دی.
دغه غونډه کې د جمعیت اسلامي، حزب وحدت، ملي محور او افغان ملت په ګډون نورو لویو ګوندونو او د همایون همایون او ظاهر قدیر په ګډون یو شمېر کسانو ګډون کړی و.
وړاندې حکومت د وخت د کموالي له امله د بایومتریک غوښتنه رد کړې او د ټاکنو د روڼوالي په اړه یې د لازمو ګامونو د پورته کولو په اړه ډاډ ورکړی و.



اعلان