اردګان: الله موږ سره دی، د امریکا اقتصادي فشار بې ګټې دی

سيمه او نړۍ

اردګان: الله موږ سره دی، د امریکا اقتصادي فشار بې ګټې دی

760

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردګان د مالي نظام د پیاوړتیا په موخه هڅې پیل کړي تر څو د ترکیې هېواد د فشارونو پر وړاندې مبارزه وکړي او هېڅ ډول ستونزه ونه لري.
د اناضول خبري اژانس د راپور له مخې اردګان د ترکیې د ریزه په ښار خلکو ته ویلي، ترکیه د ډول ډول ستونزو سره مخ ده، خو هغوي ته موږ هېڅ پاملرنه نه کوو چې ډالر لري، زموږ ملت شته، په حقه يو او الله مو شته، خو پر ترکیه اقتصادي فشار راوستل بې ګټې او هیڅ امکان نه لري.
له څه مودې راهیسې د تورن امریکایي پادري پر سر د ترکیې او امریکا اړیکې خرابې شوې چې د ترکیې د پیسې (لیره) نرخ هم په نړیوالو بازارونو کې کم شوی، امریکایي پادري ترکیه کې د ۲۰۱۶ کال په ناکامې کودتا کې د لاس لرلو او د فتح الله ګولن په ملګرتیا تورن شوی چې اوس مهال په ترکیه کې بندي دی، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ په وار وار له ترکیې وغوښتل چې پادري دوی ته وروسپاري، خو د ترکیې چارواکو یې له سپارلو انکار کړی او په بدل کې یې د فتح الله ګولن غوښتنه ترې کړې ده.
تمه کیږي چې د ترکیې د ماليې وزیر برات البیرق به د جمعې په ورځ د اقتصادي ودې په موخه نوی پلان وړاندې کړي.



اعلان