غزني: ښار کې جګړه روانه ده

افغانستان

غزني: ښار کې جګړه روانه ده

705

د غزني چارواکو خبر ورکړی دی، چې وسله والو طالبانو تېره شپه ۱۲ بجې له څلورو خواو پر ښار بریدونه پيل کړي دي او جګړه تر اوسه روانه ده.

د غزني د والي وياند محمد عارف نوري رسنيو ته ويلي، چې وسله والو طالبانو له څو لوريو د غزني پر ښار بريدونه کړي خو د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخ شوي دي. هغه زياته کړې ده، چې وسله وال په يوه مارکېټ کې ځای پر ځای دي او پر امنيه قوماندانۍ بريدونه کوي.

نوموړي جګړه کې تر دې دمه د ۷ سرتېرو د ټپي کېدا او لسګونو وسله والو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

خبري سرچينې وايي، چې وسله والو طالبانو د افغان ځواکونو «پي ار ټي» قرارګاه او د امنيتي کمربند څو پوستې نيولي او سوزولي دي، خو تر اوسه د ځاني تلفاتو کره شمېرې معلومې نه دي. د بي بي سي پښتو خپرونې له پي ار ټي سره نږدې د پوليسو له قطعې د اور پورته کېدو خبر ورکړی دی او په وينا يې ويل کېږي وسله والو هلته په ننوتو توانېدلي دي.

طالبانو هم د يوې اعلاميې له لارې ويلي، چې پر ښار يې بريدونه کړي او تر دې دمه يې ډېرې سيمې نيولې دي.

د بي بي سي خبريال اسد الله جلالزی وايي، چې جګړه دا مهال د ښار دننه روانه ده.



اعلان