اروپا: ۴۳ سلنه نوي زېږېدلي کوچنيان ارموني دي

پام وړ

اروپا: ۴۳ سلنه نوي زېږېدلي کوچنيان ارموني دي

1946

د اروپا د شمېرنو مرکز تېره ورځ خبر ورکړ، چې په اروپايي ټولنه کې په ۲۰۱۶م کال کې په زېږېدلو کوچنيانو کې ۴۳ سلنه کوچنيان ارموني دي او د واده د اړيکو له ډګره بهر زېږېدلي دي.

د اناضول خبري اژانس له راپور سره سم د دې مرکز وروستي خپاره کړي معلومات ښيي، چې د ۲۰۰۰م کال په پرتله د نويو زېږېدلو ارمونو سلنه کې ۱۵سلنه ډېروالی راغلی دی.

د معلوماتو له مخې د واده له اړيکو بهر زېږېدلي يا ارموني کوچنيان په فرانسه کې ۶۰ سلنه، بلغاريه او سلووينيا کې ۵۹سلنه، استونيا کې ۵۶سلنه، سويډن کې ۵۵، ډنمارک کې ۵۴، پرتګال کې ۵۳ او هايلينډ کې ۵۰ سلنه دي.

دا په داسې حال کې ده، چې په يونان او کروواتيا کې د پخوا په پرتله د ارمونو کوچنيانو سلنه را ټيټه شوې ده او په تازه معلوماتو کې له ۲۰ سلنې کمه ده.



اعلان