امریکایي جنرال: د هرمز تنګي په اړه د ایران سمندري پوځي تمرین واشنګټن ته پیغام دی

سيمه او نړۍ

امریکایي جنرال: د هرمز تنګي په اړه د ایران سمندري پوځي تمرین واشنګټن ته پیغام دی

1215

امریکا د مرکزي قومندانۍ مشر جنرال جوزف فوټيل ویلي، ایران په پراخه کچه سمندري پوځي تمرینونه تېره اونۍ د هرمز تنګي په اړه پیل کړي چې د واشنګټن له پاره یو پیغام دی.
العالم خبري چینل د راپور له مخې جنرال فوټيل د چارشنبې په ورځ ویلي، چې د ایران له خوا سمندري پوځي تمرینونه د امریکا له خوا د بندیزونو په اړه دي چې ټرمپ پر ایران لګولي دي.
نوموړي پنټاګون کې یو خبري کانفرانس په ترڅ کې ویلي، د ایران پوځي تمرینونه ښيي چې د دوي وړتیا او تیاری د ولسمشر ټرمپ له خوا د بندیزونو په ضد غبرګون دی، زه فکر کوم چې ایران موږ ته پیغام استوي چې زموږ بندیزونو پر ایران اغیز کړی دی خو هغوي ځینې پیاوړتیاوې لري.
فوټيل زیاته کړه، په منځني ختیځ او جنوب لویدیځه اسیا کې د امریکا متحده ایالات د عملیاتو مشري او نظارت کوي، د ایران په سمندري تمرینونو کې شاوخوا ۱۰۰ پوځي کښتیو ګډون درلود، دا تمرینونه عادي تمرینونه نه وو.
د اسوشیټیډ پرس له راپور سره سم د امریکا متحده ایالاتو مرکزي قومندانۍ ویلي، ایران د دې وړتیا لري چې په دې تنګي کې سمندري ماینونه ځای پر ځای او چاودنې ورکړي، د امریکا متحده ایالات او ملګري یې هم د دې وړتیا لري چې دا ډول تمرینونه تر سره کړي، خو باید په بشپړ ډول له یو بل سره معاملې ته چمتو شي.
جنرال ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو تر منځ په پوځي ډګر کې د یو بل پر وړاندې ودریدل د ناامنۍ لامل کیږي، باید دواړه لورې مسلکي اړیکو ته دوام ورکړي.



اعلان