لونګ له خوشبویي سربېره درمل هم دي

روغتیا

لونګ له خوشبویي سربېره درمل هم دي

664

لونګ زموږ په ټولنه د خوشبویي له امله ډیر مشهور دي، همدارنګه لونګ د شاعرانو په شعرونو کې د مینې نښه او د ښځو په منځ کې د ښکلا او خوشبویي له امله ځانګړی ځای لري، خو ځينې ټولنې شته چې په لونګو خپل خوراکونه ښکلي او خوشبویه کوي، لونګ د اندونیزیا ځايي ونه ده، خو په سوداګریز ډګر کې اندونیزیا، هند، سري لنکا، پاکستان او نورو ډيرو هېوادنو کې کښت او نورو هېوادونو ته د پلورلو په موخه وړل کیږي.
لونګ د روغتیایي ګټو څخه په ځانګړي ډول د خیټې اړوند د ټولو ناروغیو درمل دي، که په نهاره د لونګو چای وڅښل شي ګټور دی، ځينې وختونه د ښه خوړو له امله یو انسان له اندازې ډیر خوراک وکړي، د دې له پاره د لونګو کارول ډير اړین دي چې ډیرې ستونزې له منځه وړي.
تروش، مساله لرونکي او ډیر خواړه، د بې وخته خوراک کولو عادت، بدني تمرین نه کول، ټیټ فریکي فعالیت، د معدې تېزابیت لرل، مرۍ ته بې خونده اوبه راتلل او ورسره درد احساسول او نورې د خیټې اړوند د ډیرو ناروغیو څخه د ساتنې له پاره د طبیعي موادو کارول او همدارنګه ډاکټرانو ته په کې مراجعه کول اړین بلل کیږي، خو د دې ټولو ستونزو څخه د خلاصون له پاره لونګ ډير ارام بښوونکي دي.
د معدې تېزاب د خوراک په هضم کې مرسته کوي، خو ځينې وخت تېزاب ډير شي او د خولې د سوځيدو ستونزه پیدا کوي چې وروسته ډيریږي، دا ډول ناروغانو خواړه په سمه توګه نه هضم کیږي، خیټه ورته وزن لرونکې برېښي، مرۍ، خیټه او سینه کې سوځښت، استفراق، له خولې بد بوي او ترشې اوبه راتلل، قبض او نورې ستونزې پیدا کوي چې زموږ ټولنه کې ډيرې لیدل کیږي.
د خوارکي توکو او روغتیا پوهانو ویلي، معدې د تېزابو کمېدلو او له ستونزو یې د ځان ساتلو له پاره د لونګو کارول ډیر اړین دي، په ځانګړي ډول لونګ که په خوړو کې وکارول شي په هضم او جذب کې پوره مرسته کوي.
د لونګو یوه بله ځانګړتیا په خوله کې د لیاړو یا توکاړو په ډيرولو کې مرسته کوي چې دتیزابو له منځه وړلو له پاره اړین دي، د لونګو څو دانې په خوله کې واچول شي او اوبه یې تېرې کړل شي دا ستونزه هم له منځه وړي.



اعلان