ولسمشر: تمه لرو د کډوالو په اړه هوکړې ته ورسېږو، څو پاکستان ته بهانه پاتې نه شي

افغانستان

ولسمشر: تمه لرو د کډوالو په اړه هوکړې ته ورسېږو، څو پاکستان ته بهانه پاتې نه شي

1460

ولسمشر اشرف غني له امریکایي سي این این ټلویزیون سره تازه مرکه کې له پاکستان سره، د کډوالو په ګډون، د هر اړخیزه خبرو کولو په تړاو څرګندونې کړي دي.
ولسمشر غني ویلي، ما پرون هم وویل چې افغانستان تمایل لري چې په پاکستان کې د ۲.۲ میلیونه کډوالو د بېرته راستنېدا په اړه یوې هوکړې ته ورسېږي، څو بهانه پاتې نه شي.
د ولسمشر په خبره، پاکستان د انتخاب په پړاو کې دی. "د دغه هېواد کړنې او تصمیمونه د ده د منزوي کېدو لامل شوي او موږ هیله مند یو چې پاکستان به مناسب چلند ته راوګرځي".
پاکستان وروستیو کې د امریکا له سختو فشارونو سره مخ شوی او یو شمېر مرستې یې هم پرې بندې کړي دي.
پاکستان تل ویلي چې د افغان کډوالو ابرومندانه او ژر بېرته ستنېدل غواړي.
ولسمشر غني ویلي چې له نږدې ۴۰۰ ولسوالیو څخه یوازې له ۹ تر ۱۲ ولسوالیو پورې د طالبانو په ولکه کې دي. ولسمشر زیاته کړې، طالبان و نه توانېدل چې یو ښار یا د ولایت کوم مرکز ونیسي.



اعلان