ولسمشرۍ ماڼۍ: د فضايي حريم کنټرول د افغانانو په لاس کې شو

افغانستان

ولسمشرۍ ماڼۍ: د فضايي حريم کنټرول د افغانانو په لاس کې شو

966

ولسمشرۍ ماڼۍ خبر ورکړی دی، چې د هېواد فضايي حريم کنټرول له دې وروسته خپله د افغانانو په لاس کې دی. ارګ دا څرګندونې کابل کې د حامد کرزي نړيوال هوايي ډګر کې د رادار د يوه پرمختللي سيستم له پرانيستې وروسته کړې دي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ يوه وياند شاه حسين رسنيو ته ويلي، چې د دې سيستم له لارې د فضايي حريم کنټرول چې د ۱۳۷۱ کال راهيسې د افغانانو لاس کې نه و، اوس د دوی لاس ته ورغی.

نوموړي زياته کړې ده چې له دې راداره په ګټه اخيستو به د افغانستان پر ټوله فضا کنټرول ولرل شي.

د هغه په وينا د افغانستان دولت تمه لري له دې سيستمه په ګټه اخيستو د هېواد فضا سيمه کې پر يوه اقتصادي څلورلارې بدله کړي او په هوايي صادراتو او وارداتو کې زياتوالی راشي.

د افغانستان د هواپېژندنې ادارې رييس محمود شاه حبیبي رسنيو ته يلي، چې دا سيستم د هغې شبکې لرونکی دی، چې د افغانستان په ۳۶ سيمو کې نصب شوې ده او په مرسته يې د افغانستان ټوله فضا کنټرولېدی شي.

نوموړي زياته کړې ده، چې پر دې سيستم اوسمهال ۳۰ مليون ډالره لګښت شوی او هر کال به پرې د خونديتابه او څارنې په پار ۱۰ مليونه ډالر لګول کېږي.

د يادونې وړ ده چې د افغانستان د فضايي حريم کنټرول تر دې دمه هېواد کې د مېشتو امريکايي او ناټو ځواکونو په لاس کې و او له دې امله چې ځينو لوريو هېواد ته د نامعلومو الوتکو د راتګ ادعا کوله، په دې برخې کې ډېرې نيوکې کېدې. خو ښاغلي حبيبي ويلي چې له دې وروسته فضايي حريم په بشپړ ډول د افغانانو په لاس کې دی.



اعلان