"پاکستان افغانستان سره لانجمنې پولې ته شپېته زره ځواکونه استوي": ځلاند ویب پاڼه

"پاکستان افغانستان سره لانجمنې پولې ته شپېته زره ځواکونه استوي"

راپورونه

818

پاکستان به ډیورنډ کرښې ته شپېته زره نور امنیتي ځواکونه واستوي.
بلومبرګ امریکایي رسنۍ د سرچینو له قوله لیکلي، دغه ځواکونه به له افغانستان سره په لانجمنې پولې ګزمه کوي، څو د ترهګرو د تګ راتګ مخه ونیسي.
پوځي سرچینو ویلي چې تر اوسه یې د ډیورنډ کرښې پر ۱۳ سلنه برخې اغزن تار لګولی دی.
د پاکستان پوځ چې ۶۶۱ زره ځواکونه لري، ډېره توجه یې له خپل سیال، هند، سره پر پوله ده.
امریکا کې د ډونلډ ټرمپ له واک ته رسېدو وروسته پر پاکستان فشار زیات شوی، څو د افغان طالبانو او حقاني شبکې د پټنځایونو پر ضد ګامونه پورته کړي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ پر ډیورنډ کرښه د تګ راتګ ۲۳۵ لارې دي چې یوازې ۱۸ یې د موټرو تګ راتګ له پاره کار ورکوي.