طالبان امریکا ته: ننګرهار کې داعش له منځه وړو، تاسو هوایي بریدونه مه کوئ

افغانستان

طالبان امریکا ته: ننګرهار کې داعش له منځه وړو، تاسو هوایي بریدونه مه کوئ

1951

طالبانو افغانستان کې له مېشتو امریکایي ځواکونو د داعش پر ضد د مرستې غوښتنه کړې.
برتانوي ټایمز رسنۍ لیکلي، طالبانو له امریکایانو غوښتي چې ختيځ ننګرهار ولایت کې د داعش پر ضد د دوی د جګړې پر مهال د دوی پر جنګیالیو هوایي بریدونه و نه کړي.
د ننګرهار اچین، خوږیاڼیو او ځینو نورو ولسوالیو کې داعش فعال حضور لري.
څو ورځې وړاندې د جوزجان ولایت په درزاب ولسوالۍ کې د طالبانو له سختو جګړو او محاصرې وروسته د داعش شاوخوا دوه سوه جنګیالي افغان حکومت ته تسلیم شول چې حکومت په چورلکو کې ولېږدول او د رپوټونو له مخې اوس یوه دولتي مېلمستون کې ساتل کېږي.
یو شمېر عیني شاهدان ادعا کوي چې د ننګرهار په یو شمېر سیمو کې د طالب او داعش د جګړې پر مهال چورلکې یوازې په طالبانو بمبار کوي او داعش پرېږدي.
جوزجان کې د داعش د له منځه وړلو وروسته یو شمېر رسنیو وویل چې د طالبانو د سرې قطعې عسکر ننګرهار ته ور ټولېږي او هلته د داعش د له منځه وړلو له پاره د پراخو عملیاتو پلان لري.
که څه هم طالبانو تر اوسه په رسمي ډول دغو راپورونو تایید یا رد نه دی کړی، خو د ننګرهار د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکي تاییدوي چې طالبان د داعش پر ضد د عملیاتو له پاره په چمتووالي بوخت دي.
سره له دې چې امریکا تېر کال اچین ولسوالۍ کې د بمونو مور هم وکاراوه، خو داعش لا هم هلته فعالیت کوي.
ویل کېږي، د داعش ټول جنګیالي د زرو په شاوخوا کې دي.



اعلان