برتانیې د دفاع وزیر: روسیه موږ او ټولې اروپا ته ګواښ ده

سيمه او نړۍ

برتانیې د دفاع وزیر: روسیه موږ او ټولې اروپا ته ګواښ ده

431

برتانیې د دفاع وزیر ګاوین ویلیمسن ویلي، چې روسیه برتانیې، اروپا او ټولې نړۍ ته ګواښ دی.
د ار ټي عربي د راپور له مخې د برتانیې د دفاع وزیر په واشنګټن کې د اتلانتیک غونډې پر وړاندې د سه شنبې په ورځ ویلي، که په ۲۰۱۵ کال کې موږ د نړۍ وضعیت ته پام وکړو د روسیې هېواد به پټ ګواښ ووینو، خو موږ په پوره ډول نه تاییدوو چې راتلونکی پرمختګ څنګه ترسره کوي، زه فکر کوم چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې د نړۍ لاسته راوړنې ښيي چې روسیه یواځې برتانیې او اروپا ته نه بلکه ټولې نړۍ ته ګواښ ده.
نوموړي زیاته کړه، روسیه د خپلو ګټو د فعالولو له پاره خپل ټولې پوځي وسیلې په کار اچوي، مسکو په پټ ډول د سایبر (ټینکنالوژۍ) جګړې ته وده ورکوي او د ناوړه کړنو له پاره سیاسي او پوځي ځواک کاروي، ځکه دا یې د ناوړه چلند یوه نمونه ده.
همدارنګه ویلیمسن د روسیې هېواد په اروپا کې د کیمیاوي ګازو په کارولو تورن کړ چې د روان کال مارچ میاشت کې یې پر روسي جاسوس او لور کارول شوي و او پایله کې یو برتانوي وګړی مړ او بل ټپي شو.
خو د روسیې هېواد په وار وار دا تورونه رد کړي دي او د برتانیې هېواد د روسیې په ضد کوم ثبوت هم نه دی وړاندې کړی، خو روسیې ټينګار کړی چې پوځي فعالیت یې د نړیوالو قوانینو سره سمون لري او هېڅ کوم هېواد ته ګواښ نه دی.



اعلان