"نړۍ د امریکا له یو طرفوالي ستړې شوې"

سيمه او نړۍ

653

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د ولسمشر د خبرو په غبرګون کې ویلي چې نړۍ نوره د امریکا له یو طرفوالي څخه ناروغه او ستړې شوې ده.
د جواد ظریف اشاره د ډونلډ ټرمپ له لوري په یو اړ خیز ډول له ایران سره د شوې اټومې هوکړې وتلو ته ده. هغه هوکړه چې امریکا، روسیې، چین، انګلستان او فرانسې له ایران سره په ۲۰۱۵ ز کال کې کړې وه، خو یوازې امریکا ترې ووته.
ظریف زیاته کړې، نړۍ به پاروونکې دېکتې و نه مني. نوموړي ویلي، د دې پوښتنه له اروپایي اتحادیې، روسیې، چین او زموږ له نورو سوداګریزو شریکانو څخه وکړئ.
ټرمپ پرون وویل، هغه هېوادونه چې له ایران سره سوداګري کوي، له امریکا سره به یې و نه کړي.
د ټرمپ دغه اعلان اروپایي اتحادیې، روسیې او چین له پامه غورځولی، ځینو غندلی او خواشیني یې پرې څرګنده کړې ده.
پرون پر ایران د امریکا د بندیزونو لومړی پړاو پېل شو چې، د ټرمپ په وینا دویم سخت پړاو به یې نومبر میاشت کې پېل شي.
د ایران ولسمشر ویلي، ولس به یې د امریکا د بندیزو مقابله وکړي.



اعلان