د سباناري نه کولو زیانونه: ځلاند ویب پاڼه

د سباناري نه کولو زیانونه

روغتیا

د سباناري نه کولو زیانونه

188

د سباناري نه کول روغتیا له پاره زیان رسوونکی عادت دی چې ډیرې روغتیایي ستونزې پیدا کوي، سباناری د ورځې تر ټولو اړین خوراک ګڼل کیږي باید پرې نه ښودل شي، خو که څوک د سباناري عادت نه لري په روغتیا یې کومې اغیزې کوي په لاندې ډول دي:
- د شکر ناروغي: د سباناري نه کول د شکر په څېر وژونکې ناروغۍ لامل کیږي، په ځانګړي ډول د ښځو له پاره ډيره ستونزمنه ده، د ځينو روغتیایي راپورونو له مخې کومې ښځې چې سباناری نه کوي د شکر په دویمه درجه ناروغۍ د اخته کیدو ګواښ له نور ډير وي.
- دماغي رګونو چاودیدل: د اوساکا پوهنتون ساینسپوهانو له ۱۳ کاله څېړنې وروسته ویلي، سباناری نه کول د وزن ډيریدلو سره سره د فلج ګواښ ۳۰ سلنه ډيروي، څېړنه کې د ۴۵ څخه د ۷۴ کلونو عمر لرونکو ۸۰ زره کسانو د سباناري په اړه معلومات شریک کړی وو، د څېړنې پایلې ښودلې، هغه څوک چې په اونۍ کې ۵ ورځې سبا ناری نه کوي د هغه د دماغو د رګونو د چاودیدو ګواښ ډيریږي.
- وزن ډيریدل: که د یو چا وزن ورځ له بلې ډيریږي د سباناري په اړه فکر کوي او لامل یې بولي، خو په اصل کې دا ډول نه ده، په دې اړه ډيرو روغتیایي ادارو څېړنې تر سره کړي او پایله کې یې ښودلې چې په تکراري ډول سباناری کول وزن سم ساتي، خو که څوک سباناری نه کوي هغه به په ناسمو وختونو کې له اندازې ډير خوراک کوي چې ستونزې ورته پيدا کوي.
- میټابولیزم یا د هضم نظام خرابوي: د سباناري نه کول د هضم نظام کمزوری کوي، که خواړه په خپل وخت سره ونه خوړل شي پر هاضمه اغیز کوي او له امله یې د میټابولیک او کلوریز کچه ټیټوي، خو که ډير وخت سباناری ونه کړل شي کلوریز سوځوي او په بدن بد اغیز کوي.
- بدن د ناتوانۍ احساس: څېړنې له مخې د سباناري کول انسان ټوله ورځ بیدار او روغ ساتي، د نه کوونکو شکر کمیږي او د ناتوانۍ احساس کوي.
- د زړه ناروغي: کوم خلک چې هره ورځ سباناری کوي د زړه د ناروغۍ ګواښ یې لږ وي، یوې روغتیایي څېړنې څرګنده کړې چې سباناری نه کول د وینې فشار او د وینې شکر لوړوي چې د انسولین لامل کیږي.
- تنفسي بوي پیدا کیدل: سباناری نه کول تنفسي بوي پیدا کوي، ځکه چې د خولې او بدن کې خوځښت کې نه راځي، پر ژبه باکتریاوې ډيریږي او د دې ستونزې لامل کیږي.
- د نیم سر درد: سباناری پرېښودل د شکر کچه ډيره ټيټوي چې له امله یې ګلوکوز هم کمیږي، دا یوازې د وینې فشار نه لوړوي بلکې د نیم سر درد هم ورسره پیدا کیږي.
- د ویښتانو غوځيدل: سباناری هغه خواړه دي چې ویښتانو ته وده ورکوي، د لږ پروټين لرونکو خوړو په کارولو سره ویښتان وده نه کوي او د ویښتانو د غورځيدو لامل کیږي.