سرچينه: امريکا او طالبان سپتمبر کې دويمه ناسته کوي: ځلاند ویب پاڼه

سرچينه: امريکا او طالبان سپتمبر کې دويمه ناسته کوي

افغانستان

سرچينه: امريکا او طالبان سپتمبر کې دويمه ناسته کوي

682

سپوټنيک خبري سرچينې ادعا کړې، چې ترلاسه کړي معلومات يې ښيي چې په نږدې راتلونکې کې به امريکا او طالبان دويمه ناسته ولري.

سرچينې ويلي، چې ترلاسه شوي معلومات ښيي، چې قطر کې د امريکايي پلاوي او طالبانو تېره ناسته کې بنيادي خبرې د دواړو لوريو غوښتنې او د راتلونکې ناستې هوکړه وه، چې سپتمبر کې به ترسره شي.

راپور څرګندوي چې امریکا دې ناسته کې له طالبانو غوښتي، چې لوی اختر کې له افغان امنيتي ځواکونو سره اوږدمهاله اوربند اعلان کړي. د طالبانو استازو د دې غوښتنې په بدل کې له واشنګټنه غوښتي، چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو د وتلو مهالوېش اعلان کړي، دوحه کې د دې ډلې دفتر دې په رسميت وپېژني او له تور لېسته دې د طالب مشرانو نومونه وباسي.

خو خپرونه وايي، چې له دې امله چې د دواړو لوريو مذاکره کوونکو د «پرېکړو» واک نه درلود، په خبرو اترو کې کوم پرمختګ نه دی شوی، خو پر دې هوکړه شوې چې په راتلونکې کې به اړيکو ته دوام ورکوي.

سپوتنيک د خپلو سرچينو په حواله ويلي، چې ښايي په راتلونکې ميلادي مياشت کې د امریکا او طالبانو دويمه ناسته ترسره شي. خپرونې د شنونکو په قول ويلي، چې که دویمه ناسته ترسره او پر اوربند توافق وشي، دا ښايي د دې زمينه برابره کړي، چې له دواړو لوريو داسې کسان خبرو اترو ته حاضر شي، چې د پرېکړې کولو واک ولري.