نيويارک ټايمز: افغانستان کې پر ناوړو جرمونو تورن کسان پر سرو غاليو ګرځي: ځلاند ویب پاڼه

نيويارک ټايمز: افغانستان کې پر ناوړو جرمونو تورن کسان پر سرو غاليو ګرځي

افغانستان

نيويارک ټايمز: افغانستان کې پر ناوړو جرمونو تورن کسان پر سرو غاليو ګرځي

504

نيويارک ټايمز ورځپاڼې افغانستان ته د ولسمشر د مرستيال جنرال دوستم د بېرته ستنېدا او د حکومت له لوري د نوموړي د هرکلي په اړه په يوه مطلب کې ليکلي دی، چې دې هېواد کې هغه کسان چې په ناوړو جرمونو ککړ دي او بايد په زولنو تړلي بوتلل شي، پر سرو غاليو ګرځي.

ورځپاڼې د جنرال دوستم او ايشچي قضيې ته په اشاره ويلي دي، چې ايشچي تېره مياشت د دوستم د ستنېدو بهير د تلويزيون له لارې په ژوندۍ بڼه کوت او ليدل يې چې «افغانستان کې عدالت څه ډول د زورواکانو پر وړاندې په ګونډو کېږي».

سرچينې ويلي، چې سره له دې چې عدلي طب له يو ځل ډېر د ايشچي د ادعا پخلی وکړ، خو جنرال دوستم او د هغه تورن ساتونکي د بندي کېدو پر ځای ازاد ګرځي او د تلويزيون پر پرده ښودل کېږي.

سرچينې د اېشچي له خولې ويلي، چې له افغان حکومته ناهيلی شوی دی او له همدې امله يې د جرمونو نړيواله محکمه کې پر جنرال دوستم عريضه کړې ده. هغه د ولسمشر د مرستيال له راستنېدا اندېښمن دی او وېره لري چې په دې قضيه کې ګواهي ورکوونکی کسان به له ګواښ سره مخ شي.

د يادونې وړ ده چې د يادې قضيې په پايله کې د ولسمشر غني د فشار له امله دوستم جلا وطنۍ ته اړ شو او ترکيې ته ولاړ، خو له يوه کال له ډېرې مودې وروسته بېرته راستون او په لوړه کچه يې هر کلی وشو.