جانسن: برقه اغوستونکې مسلمانې ښځې د بانک د غلو په څېر ښکاري: ځلاند ویب پاڼه

جانسن: برقه اغوستونکې مسلمانې ښځې د بانک د غلو په څېر ښکاري

راپورونه

جانسن: برقه اغوستونکې مسلمانې ښځې د بانک د غلو په څېر ښکاري

764

د انګلستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر ډیلي ټیلیګراف ته په یوه مقاله کې د مسلمانو ښځو پر حجاب (برقې) ملنډې وهلي.
بوریس جانس چې موده وړاندې یې له دندې استعفی وکړه، برقه اغوستونکې مسلمانې ښځې یې د پسته خانې بکسونه بللي او د بانک وهونکو (غلو) سره یې تشبیه کړي دي.
د ده دغه خبرې جنجالي شوي او توند غبرګونونه ورته ښودل شوي دي. له مسلمانو برتانویانو پرته نورو برتانویانو هم ورته غبرګون ښودلی.
د انګلستان لومړۍ وزیرې سکاټلنډ کې خپلو خبرو کې ویلي چې د جانسن په خبرو د ډېرو خلکو احساسات ټپي شوي دي.
د انګلستان د محافظه کار ګوند مشر له جانسن غوښتي چې باید رسمي بښنه وغواړي. لومړۍ وزیرې تېرېسا می هم د ګوند د مشر د بښنې خبره تایید او منلې ده، خو بي بي سي جانسن ته د یوې نږدې سرچینې په حواله لیکلي چې جانسن به بښنه و نه غواړي.
له دې ور اخوا په ټوېټر باندې هم د جانس خبرو ته توند منفي غبرګونونه ښودل شوي دي.