څېړنه: امریکایي پولیس هره ورځ ۳ کسان وژني: ځلاند ویب پاڼه

څېړنه: امریکایي پولیس هره ورځ ۳ کسان وژني

پام وړ

څېړنه: امریکایي پولیس هره ورځ ۳ کسان وژني

365

د امریکا متحده ایالاتو پولیس هره ورځ شاوخوا ۳ کسان وژني، همدارنګه په کال کې له زرو ډیر کسان د پولیسو له خوا وژل کیږي، خو په یو بل راپور کې د پولیسو له خوا د وژل کیدو کچه لوړه ښودل شوې ده.
نوی راپور چې د امریکا په یوه مشهوره مجله پبلک هیلت (Public Health) کې خپور شوی ویلي، د امریکا د کورنیل او واشنګټن په پوهنتونونو کې څېړونکو او ټولنپوهانو له خوا د جدي هڅو په پایله کې ګډه څېړنه ترسره شوې ده.
څېړونکو له غېر رسمي معلوماتو او ارقامو هم کار اخیستی چې د پولیسو او ملکي وګړو تر منځ شخړې شوي دي، څېړونکو ورځنی راپور په خپله وېبپاڼه Fatal Encounters کې وخت په وخت ساتلو.
دا وېبپاڼه ښيي چې د وژل شوو په اړه رسمي راپورونه پټول کیږي، د مرګ ژوبلې پېښو یادونه په ځينو رسنیو کې لږه تر سترګو کیږي.
د څېړنې په جریان کې یوې ډلې د پولیسو سره مخامخ بریدونو کې د ۹۷۹۵ قربانیانو د دوسیو څېړنه وکړه او څرګنده یې کړه چې د ۲۰۱۲ څخه تر ۲۰۱۸ کلونو تر منځ د امریکا په متحده ایالاتو کې ۸ سلنه کسان د پولیسو له خوا د جرم کولو په حال کې وژل شوي دي.
څېړونکي دې پایلې ته رسېدلي چې د پولیسو له خوا د وژل شوو رسمي شمېر له اصلي شمېرې نیم کم ښودل کیږي، امریکا کې تور رنګ لرونکي امریکایان د پولیسو له خوا د سپینو په پرتله درې چنده ډیر وژل کیږي.