روسيې او پاکستان د سیمې د امنیت او پوځي همکاریو په اړه خبرې کړي دي: ځلاند ویب پاڼه

روسيې او پاکستان د سیمې د امنیت او پوځي همکاریو په اړه خبرې کړي دي

سيمه او نړۍ

روسيې او پاکستان د سیمې د امنیت او پوځي همکاریو په اړه خبرې کړي دي

261

د روسیي دفاع وزارت د سه شنبې ورځې په خبرپاڼه کې ویلي، روسیي د دفاع مرستیال وزیر الکساندر ومین د پاکستاني چارواکو سره د سیمې د امنیت او پوځي همکاریو په اړه خبرې اترې کړي دي.
د العالم خبري چینل د راپور له مخې خبرپاڼه کې راغلي، د روسيې او پاکستاني چارواکو تر منځ په دوه اړخیزو پراخو پوځي همکاریو سربیره د روسیې د وسله والو ځواکونو د څرنګوالي او ډولونو په اړه هم په تفصیل سره خبرې شوي دي، د لېدنې پر مهال الکساندر ومین په ډیرو غونډو کې د پاکستان د سیاسي او پوځي مشرانو سره هم لیدلي.
خبرپاڼه زیاتوي، سیمې د امنیتي ستونزو د حل په اړه چارواکو د یو بل رایي واوریدې او د پراخې پوځي او تخنیکي همکاریو ژمنې یې وکړې.
د پاکستاني او روسي چارواکو له خوا په پوځي ډګر کې د خبرو او د اړیکو پراختیا تایید شوی دی.