ټرمپ نړۍ ته: یا له موږ سره سوداګري وکړئ یا له ایران سره: ځلاند ویب پاڼه

ټرمپ نړۍ ته: یا له موږ سره سوداګري وکړئ یا له ایران سره

سيمه او نړۍ

ټرمپ نړۍ ته: یا له موږ سره سوداګري وکړئ یا له ایران سره

278

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ویلي، پر ایران بندیزونه په رسمي ډول پېل شول.
نوموړي په یوه ټویټ کې ویلي، دا تر ټولو سخت بندیزونه دي چې نومبر میاشت کې به نور هم لوړ شي. ټرمپ زیاته کړې، هغه څوک چې له ایران سوداګري کوي، له امریکا سره به یې نه کوي.
ټرمپ چې څو میاشتې وړاندې له ایران سره له شوي اټومي تړونه ووت، پر ایران یې فشارونه زیات کړي او پخواني بندیزونه یې په سخت ډول بیا پرې لګولي چې ځینې یې نن پېل شول او تر ټولو سخت به یې نومبر میاشت کې پېل شي.
بل خوا، اروپایي اتحادیې بیا د ټرمپ بندیزونه له پامه غورځولي دي.
اروپایي اتحادیې، روسیې، چین او فرانسې له اټومي تړونه د امریکا پر وتلو خواشیني څرګنده کړې وه. دوی اوس هم له ایران سره د ټرمپ پر چلند نیوکه کوي. دغه هېوادونه د تړون لاسلیک کوونکي هم و.
ترکیې او هند هم ویلي چې د امریکا په خوله به له ایران چلند و نه کړي.
په ۲۰۱۵ ز کال کې ایران پر اټومي تړون لاسلیک کړی و. دغه تړون د پخواني امریکايي ولسمشر باراک اوباما د حکومت پر مهال لاسلیک شوی و. د تړون له لاسلیک وروسته پر ایران بندیزونه لرې شوي وو، خو اوس د امریکا له وتلو وروسته یوازې د امریکا بندیزونه پېل شول.
د تړون پر بنسټ، ایران به خپل اټومي پروګرام محدود او ځنډوي او ځواب کې به یې لګول شوي بندیزونه ترې لرې کېږي.