د ولسمشر غني غبرګون: له لرې پرتو سيمو د ځواکونو د راويستو اوازې بې اساسه دي

افغانستان

د ولسمشر غني غبرګون: له لرې پرتو سيمو د ځواکونو د راويستو اوازې بې اساسه دي

736

ولسمشر غني له لرو پرتو سيمو د امنيتي ځواکونو د راويستلو په اړه خپاره شوي خبرونه اوازې بللې دي او څرګنده کړې يې ده، چې بې اساسه دي. نوموړي دا څرګندونې د سياسي ګوندونو له استازو سره ليدنه کې کړې دي.

ښاغلي غني ټينګار کړی، چې دولت د خوندي سيمو پاليسي نه لري او د خبرو اترو ملکيت د ملي وحدت حکومت سره دی.

ولسمشر ويلي، چې سره له دې چې د مذاکراتو صلاحيت د افغانستان له دولت سره دی، خو د دې اړتيا ده چې پر بېلابېلو ابعادو يې سلا مشورې وشي.

دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې نيويارک ټايمز د امريکایي چارواکو له خولې خبر ورکړ، چې امريکايي حکومت له افغان امنيتي ځواکونو غوښتي، چې له لرې پرتو او لږ مېشتو سیمو راووځي څو د ولايتونو د مرکزونو ساتنه وکړي.

دې راپور کې ويل شوي وو، چې دې سره به د امنيتي ځواکونو تلفاتو کې کموالی هم راشي.



اعلان