غزني: طالبانو شپږ امنيتي پوستې سوزولې دي

افغانستان

غزني: طالبانو شپږ امنيتي پوستې سوزولې دي

309

د غزني د ولايتي شورا رييسې لطيفې اکبري سلام وطندار سره خبرو کې ویلي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه ناوخته د دې ولايت د جغتو ولسوالۍ په قياق سیمه کې پر امنيتي پوستو ډله‌ييز بريدونه کړي او ۶ امنيتي پوستې يې سوزولې دي.

د غزني د قياق سيمې دا پوستې څو کاله وړاندې د دې ولايت د نورو سيمو د امنيت ټينګولو په پار جوړې کړی شوې وې.

ولايتي شورا کې د جغتو د خلکو استازي نصير احمد فقيري رسنيو سره خبرو کې د پوستو د سقوط د پخلي تر څنګ ويلي، چې امنيتي ځواکونو بېرته يادې پوستې نيولې دي، خو ۱۲ تنه سرتېري د جګړې په ترڅ کې وژل شوي دي.

د غزني د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو ويلي، چې امنيتي ځواکونه توانېدلي دي، چې يادې پوستې بېرته نيسي. هغه زياته کړې ده، چې جګړه کې ۳۰ طالبان وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

طالبانو لا په دې اړه څرګندونې نه دي کړې.



اعلان