فراه کې د امریکا ځانګړي ځواکونه؛ ایا امریکا پر ایران برید کوي؟: ځلاند ویب پاڼه

فراه کې د امریکا ځانګړي ځواکونه؛ ایا امریکا پر ایران برید کوي؟

راپورونه

فراه کې د امریکا ځانګړي ځواکونه؛ ایا امریکا پر ایران برید کوي؟

1425

دفاع وزرات وایي، لویدیځ ولایت فراه ته د امریکا ځانګړي ځواکونه تللي، څو افغان ځواکونه وروزي او د اړتیا پر مهال ورسره مرسته وکړي.
د دغه وزارت ویاند محمد رادمنش د دغو ځانګړو ځواکونو شمېر نه دی څرګند کړی.
فراه په لویدیځ کې له نا امنو ولایتونو څخه دی چې موده وړاندې طالبان د ولایت مرکز ته ننوتي او یو شمېر دولتي ودانۍ یې نیولې وې. اوس هم یو شمېر ولسوالۍ د طالبانو ولکه کې دي.
ځینو رسنیو، د بېلګې په ډول سپوتنیک او یورو اشیا ټایمز، په خپلو مطالبو کې دې ته اشاره کړې چې فراه ولایت چې ایران سره ګډه پوله لري، هلته د امریکا د ځانګړو ځواکونو تګ څه مانا لري او پوښتي، داسې مهال چې د ایران او امریکا اړیکې ترینګلې دي او د امریکا بندیزونه بیا پېل شول، ور سره هممهاله ایران سره پر پوله د امریکا ځانګړي ځواکونه څه کوي؟ ایا امریکا پر ایران د برید چمتووالی نیسي؟.
امریکایي مجلې نیوز ویک هم یوه مطلب کې فراه ته د امریکا ځانګړو ځواکونو استولو ته اشاره کړې. یو ځای یې لیکلي چې له فراه څخه ایران ته څو قاچاقي لارې تللي دي.
ځینې شنونکي د ایران-امریکا روانو ترینګلو اړیکو ته په کتو د دواړو هېوادونو تر منځ د جګړې پېل ناشونی نه بولي.
سره له دې چې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د بندیزو له پېلولو سره هممهاله د خبرو کولو اشارې هم ورکړي، خو د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي، له بندیزونو لګولو سره یو ځای خبرې کول بې مانا دي.
څو میاشتې وړاندې ټرمپ له ایران سره په ۲۰۱۵ ز کال له شوي اټومي تړونه ووت چې له هغې وروسته د دواړو هېوادونو اړیکې تل ترینګلې او یوه بل ته یې سخت ګواښونه کړي.