ترکیه کې یو تاریخي ۱۵۰۰ ټنه وزن لرونکی حمام له یو ځای څخه بل ځای ته ولېږدول شو

پام وړ

ترکیه کې یو تاریخي ۱۵۰۰ ټنه وزن لرونکی حمام له یو ځای څخه بل ځای ته ولېږدول شو

640

د ترکیې چارواکو د لرغونپوهنې پېژندونکو د ارتوکلو تاریخي حمام چې له ۶۵۰ کلونو پخوانی او له ۱۵۰۰ ټنه زیات وزن لرونکی و درې کیلو متره لرې د سد الیسو سیمې ته په دې موخه ولېږدولو چې په پخواني ځای کې یې د اوبو له امله د نړیدو ویره وه.
د حمام نقولول ترسره شوي، پخوا دا حمام د تر کيې په جنوب ختیځ کې د باتمان په ولایت کې د دجلې د سیند په غاړه و، د ځانګړو متخصصینو په واسطه د عبد له لارې ولېږل شو.
د لېږدولو چارې له څو اونیو راهیسې پیل شوې وې چې پراخ ساختماني او امنیتي تدابیر ورته نیول شوي وو، له ځمکې اوچتولو او بارولو وروسته په ۶ ساعته کې دویم ځای کې ولګول شو.
حمام د لېږدولو چارې سیمه کې د تاریخي لرغونو اثارو د ساتنې پروژې په هڅه او کوښښ سره پای ته ورسیدل او د حمام شاوخوا به د لیدونکو د راجذبولو له پاره د نوي کلتوري پارک چارې هم پيل شي.



اعلان