میدودوف: ناټو د اټومي وسلو په ګډون د روسیې پر وړاندې پوځي تیاری کوي: ځلاند ویب پاڼه

میدودوف: ناټو د اټومي وسلو په ګډون د روسیې پر وړاندې پوځي تیاری کوي

سيمه او نړۍ

میدودوف: ناټو د اټومي وسلو په ګډون د روسیې پر وړاندې پوځي تیاری کوي

383

د روسیې لومړي وزیر دیمتري میدودوف ویلي، ناټو په ختیځ کې او په ځانګړي ډول د روسیې پولو ته نږدې د پراختیا په لور ګامونه اخلي چې د اندېښنې وړ دي، نوموړي زیاته کړه، ناټو د اټومي وړتیا موخه د روسیې هېواد دی.
د ار ټي عربي د راپور له مخې لومړي وزیر د روسي ورځپاڼې کومیرسانټ سره په خبرو کې ویلي، د ناټو ځواکونه هڅه کوي چې د شمال اطلسي هېوادونه د ځان خواته جلب کړي، خو موږ ورسره په دې اړه معامله نه شو کولی ځکه چې د اندېښنې وړ ده، نړۍ کې یوازې اټومي توازن له منځه وړل نه دي بلکه د اټومي استراتیژیکو ځواکونو مشرانو له یو بل سره تفاهم او اړیکې مهمې دي.
د روسیې لومړي وزیر زیاته کړه، په اتحاد کې زموږ د همکارانو په نظر کې نیولو سره د ناټو هېوادونه د روسیې فدراسیون یو احتمالي مخالف او سیال ګڼي، په زغرده باید وویل شي چې د روسیې او د متحدینو پر وړاندې د ناټو په پوځي خوځښتونو کې اټومي وسلې هم شتون لري.
میدودوف د ورځپاڼې ته ویلي، له شک پرته موږ دې پایلې ته رسېدلي یو چې ناټو په ختیځ کې د روسیې او د متحدینو پر وړاندې خپله پراختیا غواړي، ګواښونه او ننګونې کوي.
له بل پلوه لومړي وزیر میدودوف پر امریکايي توکو د مالیي لوړولو سند لاسلیک کړی او پر امریکايي توکو یې مالیه له ۲۵ څخه ۴۰ سلنې ته لوړه کړې ده، دا پریکړه یې د روسیې پر المونیمو او فولادو د امریکايي مالیو تر لوړېدا وروسته کړې، په کلنۍ کچه له امریکايي توکو د روسیې خزانې ته ورتلونکې پیسې ۸۷،۶ میلیونه ډالرو ته رسېږي.