د شپې له خوا شیدې وڅښئ او ګټې یې ووینئ: ځلاند ویب پاڼه

د شپې له خوا شیدې وڅښئ او ګټې یې ووینئ

روغتیا

د شپې له خوا شیدې وڅښئ او ګټې یې ووینئ

411

شیدې پوره خواړه دي، په کې کلسیم، پروټين، ویټامین ای، کی، او بي ۱۲، اماینو ایسډز، فایبر، سوډيم او نور ډیر ډول مواد شتون لري چې د بدن په روغتیا او پیاوړتیا کې ګټور رول لوبوي، په عام ډول داسې کیږي چې سهار کې د خوراک سره شیدې څښل کیږي چې د ورځې دفاعي پیاوړتیا وساتي، خو څېړونکو ویلي چې د شپې له خوا یو ګیلاس شیدې څښل بې شمېره ګټې لري، یو څو یې په لاندې ډول دي:
- ښکلی او ارام خوب: د عمر لرونکو په ګډون ځينې ځوانان هم د بې خوبۍ ښکار دي چې له امله روغتیا ورځ تر بلې خرابیږي، زر ستړیا او ټوله ورځ یې بدن سست وي، پوهانو د څېړنې له مخې په شیدو کې د ټریپټوفان Tryptophan په نوم داسې مواد شتون لري چې د ارام او ښه خوب کې مرسته کوي.
د شپې له خوا یو ګیلاس نیم ګرم شیده څښل به مو شپه په ښه خوب او ورځ به مو بدن پیاوړی وي، د دې سره شیده په بدن کې د میلاټونن کچه هم لوړوي چې یوه حجره یې ډيره ارام بښونکې وي.
- دفاعي پیاوړتیا زیاتوي: د شپې له خوا یو ګیلاس شیدې څښل د ښه خوب سره سره د بدن دفاعي پیاوړتیا هم زیاتوي، ټوله ورځ که بدن په خوځښت کې وي هم د ستړیا احساس به ونه کړي.
- د هضم له پاره ګټور دي: که د قبض او د معدې د تېزابو ستونزه وي نو د شپې له خوا د یو ګیلاس شیدو څښل مو دا ستونزې له منځه وړي، د سینې سوځښت او د معدې په ښه والي کې هم مرسته کوي.
- هډوکي پیاوړي کوي: شیدو کې په زیاته کچه کلسیم شتون لري چې د هډوکو د پیاوړتیا له پاره ګټور دي، د شپې له خوا یو ګیلاس نیم ګرمې شیدې مو د هډوکو او غړو ستونزې له منځه وړي.
- د شکر ناروغانو له پاره اړین دي: د شکر ناروغان همیشه د هډوکو د ناروغیو ښکار وي، د شپې له خوا نیم ګرم شیده له خوږو پرته څښل ګټور دي.
- پوستکی او ویښتان ښکلي کوي: شیدې مو په ښکلا کې زیاتوالی راولي، ځکه په شیدو کې په ډیره کچه پروټين شتون لري چې د پوستکي او ویښتانو په ښایسته کولو کې مرسته کوي.