ایفون مینه والو ته زیری؛ نوي موبایلونه به دوه سم کارتونه اخلي: ځلاند ویب پاڼه

ایفون مینه والو ته زیری؛ نوي موبایلونه به دوه سم کارتونه اخلي

پام وړ

ایفون مینه والو ته زیری؛ نوي موبایلونه به دوه سم کارتونه اخلي

695

ډېره شونې ده چې سږ کال به د ایفون شرکت کوم نوی ماډل ځیرک موبایل دوه سم کارتونه وخوري.
دغه خبر د ایپل د خبرونو ورکولو وېبپاڼې ناین ټو فایف میک ورکړی دی.
د خبر له مخې، دغه کشف د ای او ایس ۱۲ په بېټا ورژن کې شوی چېرته چې یو ځای د (دویم سم کارت وضعیت) جمله کارول شوې ده. خبر زیاتوي چې یو ځای dual sim status هم لیکل شوی. د ډویل مانا دوه دي.
که یوه خوا به د ایپل امریکایي او اروپایي کاروونکي دوه سمونه وکاروي، نو بله خوا به نړیوال سفر کوونکي هم د دوه سم کارتونو له اسانتیا ګټه واخلي.
دغه راز، په ځینو هېوادونو کې چې خلک دوه سمونه کاروي، نو هغوی به هم له دغې اسانتیا ګټه واخلي.
له ایپل وړاندې د ځیرک موبایلونو نورو شرکتونو لکه سام سینګ، هوواوې او نورو د دوه سمونو اسانتیا برابره کړې.
ویل کېږي چې سپتمبر میاشت کې به ایپل درې نوي موبایلونه بازار ته وړاندې کړي.