د پروان بريد کې درې ناټو سرتېري وژل شوي: ځلاند ویب پاڼه

د پروان بريد کې درې ناټو سرتېري وژل شوي

افغانستان

د پروان بريد کې درې ناټو سرتېري وژل شوي

278

افغانستان کې د ناټو د «غوڅ ملاتړ» ماموريت پر خپله ټويټرپاڼه ليکلي دي، چې د پروان په نني بريد کې يې درې سرتېري وژل شوي دي. دې ماموريت د جنرال نېکولسن له خولې ويلي، چې دا سرتېري پر ګزمه بوخت وو، چې د موټربم بريد ښکار شول.

د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت خبرپاڼه کې زياته شوې ده، چې پېښه کې يو امريکايي او يو افغان سرتېری ټپيان شوي هم دي. رويټرز خبري اژانس هم د ناټو چارواکو له خولې د دريو سرتېرو د وژل کېدو پخلی کړی دی.

د وژل شويو بهرنيو سرتېرو هويت تر دې دمه نه دی په ډاګه شوی.

د پروان د مرکز چاريکار په خلازيو سيمه کې د شوي دې بريد مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستی دی. دې ډلې له بريد وروسته د يوې اعلاميې په ترڅ کې وويل، چې د امريکايي سرتېرو پر پلې ګزمه يې بريد کړی او ۸ تنو بهرنيانو ته يې مرګ ژوبل اړولې ده.

د يادونې وړ ده چې په تېره اوونۍ کې په همدې ولايت کې پر بهرنيانو دوه نور بريدونه هم شوي وو.